عبدالهادی هادی

 

څه وخت راځې؟

 

موده دې ډیره وشوه

څه وخت راځې؟

پس له کلونو وطن څنګه ښکاري؟

خلک هماغسې دي؟

مینه وړي، بې کینې او میلمه پاله دي لا؟

زورېدلی، ځپل شوي ، سربداله دي لا؟

لا هم سبا ته اسره نه لري څوک؟

لا هم بیګا ته ګوله نه لري څوک؟

لا هم شفق ، لا سپیده داغ نه شته ؟

لا هم کورونو کې رڼآ،

 لا هم څراغ نه شته؟

۲

موده دې ډیره وشوه

څه وخت راځې؟

پس له کلونو وطن څنګه ښکاري؟

لا هم ښځې اسیرانې او بیواکه او سیاه سرې ګڼي؟

لا هم د خلکو ،

د کورونو،عزتونو او شرمونو واک له غلو سره دی؟

لا هم د سیمې او وطن ،

هغه بدنامې څیرې،

پر ځپل شوي ،رټل شوي ، لوټل شوي اولس واک چلوي؟

۳

موده دې ډیره وشوه،

څه وخت راځې؟

پس له کلونو وطن څنګه ښکاري؟

وایه د کلیو چمبه مارې نجونې شته دي که نه؟

ها د ښارونو مکتبیانې ، آ خونکارې نجونې شته دي که نه؟

زموږ د کلي د لالا ناوې تنور ته ،

جنکې سهار ټولیږي که نه؟

لا په چرګ بانګ بابا ټوخیږي که نه ؟

لا مې ادې ورته  ډونګیږي که نه؟

هر مازیګر ،

د حوض پر غاړه ،

چنارونو باندې

لا هم خیلونه د مرغیو راټولیږي که نه؟

لا د اکا  دمپور ټوپک؟

ورته ډکیږي ، پرې تشیږي که نه؟

۴

موده دې ډیره وشوه

څه وخت راځې؟

پس له کلونو وطن څنګه ښکاري؟

اخ بختورې ! عجب عیش دې وکړ!!!

ته چې راځې ، خیر دی یو سوال کومه!

نور څه مې نه دي په کار،

لږ د پستو ، باران وهلو، خاورو عطر راوړه!!!

 

سیدني/استرالیا

 

۱۴/۲/۲۰۱۲