د رسالتمند کیسه لیکونکی لیکوال او ژورنالیست یاد!

 

  

لیکونکی: ن. س. محجوب

دغه لیکنه د پښتو ژبی د نومیالی او تکړه لیکوال او صحافی ارواښاد امین افغان‏پور د مړینی د پنځلسم تلین په مناسبت برابره شوی. د دی لیکنی هدف د دغه ارواښاد د یاد د تازه ساتلو او د هغه د ادبی کار او فعالیت د نمانځنی په څنګ کی داهم دی چی زموږ اوسنی نسل ته چی د پښتو ادب د مخکښانو او لارویو او دهغوی د آثارو د پیژندلولیوال دی، وروپیژندل شی. د دی په څنګ کی د دی لیکنی له لاری هغو ادب پوهانو، د پښتو ادب او په تیره بیا د پښتو ژبی داستانی ادبیاتو د څیړونکو پام د ده او د ده په څیرنورو لیکوالو د شخصیت او آثارو د څیړلو او ټولنی ته د هغوی د ورپیژندلو مهم کارته واړوم، ترڅو د دوی د لیکنو په رڼاکی دغه ادبی څیری د پښتو ادب د تاریخ په پاڼو کی خپل وړاو مناسب ځای ومومی. 

 

 

دلته د ارواښاد امین افغان‏پور یادونه کوو، هغه څوک چی قلم یی د ژوند تر وروستیو شیبو له کاره ونه لوید او کیسی یی لیکلی. هغه کیسه لیکونکی و، د پښتو ژبی کیسه لیکونکی. ماکسیم ګورکی عقیده درلوده چی یو لیکوال ته ښایی چی د مینی او صمیمیت، جسارت او د ژوند درک څښتن وی. همدا رنګه رومن رولان شرافتمند انسان د خلقت ډیره ښکلی پدیده ګڼله. د همدغو خبرو پر بنا کولی شو ووایو چی افغان‏پور له خپلو خلکو سره مینه درلوده او د یو سالم درک لرونکی انسان په توګه یی خپله همدغه ناپایه مینه د خپل قلم له لاری د کیسو او افسانو په خوندوری دنیاګۍ کی خپلو خلکو ته په اخلاص او مینه ډالی کړه.

افغان‏پور د هغو ګوتی په شمار پښتو کیسه لیکونکو په کتار کی راځی چی د شلمی پیړی د وروستیودریو لسیزو په اوږدو کی یی په خورا مینه او تنده په دی ډګر کی قلم چلیده او آثار یی ایجا دول. هغه لکه هماغسی چی یو ښه کیسه لیکونکی و، همدا رنګه یو تکړه او مجرب صحافی هم و. په حقیقت کی افغانپور د کیسه لیکنی ادبی کار تقریباً په مطبوعاتو کی له بوختیدو سره جوخت پیل کړ او په همدغو دواړو ډګرونو کی د نوم او اعتبارخاوند شو.

افغان‏پور څوک و؟

ارواښاد امین الله افغان‏پور په ۱۳۲۶ لمریز کال کی د کابل ښار په شش درک کی په یوی متوسط الحاله روڼ اندی کورنی کی زیږیدلی و. پلار یی مرحوم غلام قادر مسکین چی یو روحانی عالم و، پخپله هم ادبی پوهه درلوده، سربیره پردی چی د کورنیو او بهرنیو معاصرو او کلاسیکو لیکوالو او شاعرانو آثار یی لوستل، شاعر هم و، چی اشعار یی د هیواد په مطبوعاتو کی چاپیدل، په تیره د «کابل» په نامه ادبی خپرونه کی چی د هغه وخت د ادبی انجمن خپرونکی ارګان و، په منظم ډول خپریدل. کولی شو ووایو چی افغان‏پور ته د هغه ادبی استعداد له پلاره په میراث پاتی شوی و.

افغان‏پور خپل ماشومتوب او د ځوانۍ لومړنی کلونه د شش درک په سیمه کی د خپلی کورنۍ په غیږه کی تیر کړل او په همدغه چاپیریال کی چی شاوخوایی یا د زیار ایستونکو کورنی لکه خټګر، پښ او ترکاڼ ژوند کاوه او یا هم د دولت خوار او عادی کارمندان میشت و، لوی شو او د دغو خواری کښو کورنیو ژوند او د هغوی د ژوند ناخوالی یی له نژدی لیدلی. نو طبیعی وه چی لکه د بل هر حساس او د درک خاوند ځوان په څیریی پر افغان‏پور هم اغیزه کوله او له همدی امله و چی ده ته د مطالعی ضرورت پیدا شو او په ډیره تلوسه یی د هغو کتابونو په لوستلو پیل وکړ چی کیدی شو ده ته د ټولنی د ناخوالو او د زیارکښو د ستونزو او کړاوونو علتونه روښانه کړی او د ده سر پی خلاص کړی. د دی ترڅنګه یی د هماغه میراثی استعداد له برکته لیکلو ته مخه کړه او چی څنګه یی قلم وخوځاوه نو د هماغو خواری کښو کوڅه والو دردونه او رنځونه یی د کاغذ پر مخ وکښل او په حقیقت کی د خپلو خلکو د دردونو او کړاوونو ترجمانی یی په ذمه واخسته چی بیا تر پایه له همدی لاری وانه اوښت او هغی ته یی ادامه ورکړه چی د ده ادبی آثار د دی خبری ډیر ښه ثبوت کیدی شی.

افغانپور د استقلال په لیسه کی زده کړه وکړه او تر ۱۳۴۹ کال پوری یی خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په همدغو کلونو کی چی په هیواد کی شرایط د سیاسی فعالیتونو لپاره یو څه مساعد شوی و او د محصلانو او زده کوونکو د برحقو اعتراضونو یو پراخ غورځنګ په خوځیدوکی و، افغانپور هم د خپل ښوونځی د اعتراضونو بیرغ د لومړی ځل لپاره پورته کړ او د خپل ښوونځی د ځوانانوغږیی د هیواد د سلهاوو زرو نورو ځوانانو له غږ سره غبرګ کړ. دغه غږ که څه هم ډیر ژر د محافظه کارو مقاماتو له لوری د ښوونځی نه د افغانپور په ایستلو سره غلی کړی شو خو د مبارزی او مقابلی هغه بیرغ چی ده پورته کړی و، پر ځمکه ونه لوید. تر دی وخته پوری افغانپور په لسهاو نور داسی ځوانان چمتو کړی و چی د ده خاموشه کړی شوی غږیی بیا له سره پورته کړاو هغی لاری ته یی دوام ورکړ چی ده پکی ګام اوچت کړی و.

له دغی پیښی وروسته افغانپور په مطبوعاتی کارونو بوخت شو او د رادیو افغانستان په بیلابیلو برخو کی یی په کار پیلوکړ. د ده مطبوعاتی او ژورنالیستکی فعالیتونه بیا د ده د مرګ تر وخته دوام وکړ چی د خپلو ادبی فعالیتونو تر څنګ یی تر سره کول. په ۱۳۵۰ کال یی واده وکړ چی د دغه واده ثمره دری بچیان و: یو زوی او دوه لوڼی.

سیاسی او ادبی فعالیتونه:

که د پښتو ادب د انکشاف او غوړیدنی بهیر له تاریخی پلوه په نظر کی ونیول شی، نو زموږ پام هغه ویش ته ورګرځی چی مرحوم صدیق روهی کړی دی. یعنی د دوی د تحلیل له مخی معاصر پښتو ادب په تاریخی لحاظ دری دوری پیژنی چی هغه د روښانتیا، ویښتیا او اوښتون دوری نومولی دی. دغه دوری په مجموعی ډول له مشروطه غوښتونکی غورځنګه پیلیږی او د دموکراسی له لومړنی تجربی تیریږی او بیا د دوهمی دموکراسی چی د دموکراسی په لسیزی هم شهرت لری تر پایه او د هغه نه را وروسته کلونه هم احتوا کوی.

د دغه ویش له مخی د ویښتیا دوره چی د دموکراسی له لومړنی تجربی سره سمون لری د ویښ ځلمیانو، ندای خلق او وطن د غورځنګ په راټوکیدو سره پیژندله کیږی. په دی دوره کی د نویو سیاسی او ټولنیزو فعالیتونو په څنګ کی ادبیات په عمومی توګه او د پښتوادب په ځانګړی ډول له ټاکلی پرمختګ او غوړیدنی نه برخمن کیږی، او دا ځکه چی د ویښو ځلمیانو په کتارونو کی داسی نومیالو ځای درلود چی ټولنی او خلکوته د خپلو مرامونو د ورپیژندلو او د ټولنیزو موجوده واقعیتونو د بربڼډولو لپاره یی د قلم له لاری هلی ځلی کولی او د شعر، داستان، کیسو، ډرامو او ادبی نقدونو په ژبو یی خلکوته خپل پیغامونه رسول او د ټولنیزو ناخوالو په بربڼډولو یی خلکوته د خوځیدلو او د اعتراض د پورته کولوبلنی ورکولی.

په حقیقت کی دغه غورځنګ د «غلی شانته انقلاب» زوروری انګازی خوری کړی چی بیا هغه د هیواد د «سرمستو ځلمو»غوږونه وتخنوی او دا احساس پکی راوپاروی چی د «رنګارنګو بدلونونو» لپاره ګامونه اوچت کړی او د خپل اولس د «غیرت چغی» په پورته کولو سره یی د پیړیو له خوبه را پاڅوی تر څو د ارواښاد اجمل خټک په وینا نور د " رومان د دنیا په رنګینو دوکه نشی " بلکی "سره لمبه شی" او د "نوی ګل د خسمانی د پاره" هغه "زوړ خوړلی ګلستان وسیزی".

"نسیم ووی د ګل غوږ کی، بدل شو د یارانی رنګ      غلی شانته انقلاب دی،ب دلوی د زمانی رنګ"

ورسره نوی رنګونه

رنګارنګ تحولونه

کړی سمسور به راغ راغونه

نوی ساز نوی آواز دی، هم شونوی د نغمی رنګ       غلی شانته انقلاب دی، بدلوی د زمانی رنګ

نوی دام نوی صیاد دی

نوی چل نوی بیداد دی

نوی آه نوی فریاد دی

هوښیاری صید لره بویه، بدل شوی د دانی رنګ          غلی شانته انقلاب دی، بدلوی د زمانی رنګ"

 

او یا:

"دا سړه سړه فضادی                    په نغمولمبه لمبه کړه

دا اوده اوده دنیا دی                          په دی بین نغمه نغمه کړه

په دی بین(*) دی ګوتی کیده              دغه غرونه په ګډا کړه

راشه پورته یوه ټپه کړه                    له دی سوی سوی غره

ای بین ماره د خیبره!                           ای شپونکیه د تور غره "

(*) بین د تولی په شان د ساز یوه آله ده چی په هندوستان کی رواج لری.

 

که څه هم د دغه غورځنګ عمر لنډ و او مستبدو واکمنانو هغه په بیلابیلو پلموو ځپه خو اغیزی یی په قوت سره خلکو او راتلونکی نسل ته د لاری د مثال په توګه پاتی شوی چی د هغی په رڼا کی د څلویښتمی لسیزی د کلونو زورور غورځنګ راوټوکید چی دغه غورځنګ بیا د هیواد د زرګونو ځوانانو د هلوځلو په نتیجه کی د یو پیاوړی او وښتونکی بهیر په توګه د ټولنی او هیواد په برخلیک کی خپل ټاکونکی رول ولوباوه. په دی ډول د دغو ټولنیزو مبارزاتو توپانی څپی د دی سبب شوی چی لکه د بل هر وطنپال ځوان په څیر افغانپور هم خپل لوری ته جلب کړی او له مضمونه ډکو ټولنیزو او طبقاتی هیجان پاروونکو مبارزاتو ډګر ته یی وروکاږی، د هدفمندو انسانانو په توګه د متحول ژوند په لور ګامونه اوچت کړی او د ظلم، اختناق، تیری او استبداد په وړاندی مبارزی ته مخه کړی او لکه په زرګونو نورو ځوانانو د خپل کړیدلی ولس د ژغورلو لوی رسالت ته ځان چمتوکړی. په دغه لسیزه کی هم چی د پورتنی ویش په اساس د اوښتون د پړاو په نامه یاد شوی د پښتو ادب لکه د دری ژبی یوه نوی څیره او نوی روح پیدا کړ. په دی دوره کی د بیلابیلو سیاسی سازمانونو ترڅنګ ډیری شخصی خپرونی هم د هیواد د مطبوعاتو په ډګر کی رامینځ ته شوی چی د قلم خاوندانو به پکی خپل آثار خپرول. په ډاډ سره ویلی شوچی په دغو کلونو کی د هیواد په معاصره ادبی حوزه کی په دری او پښتو ژبه داسی لیکوال ډګر ته راووتل چی نه یواځی د دغی دوری پیل کوونکی وو، بلکی همدغو کسانو په خپلو آثارو دغه دوره بډایه او شتمنه کړه. امین افغانپور د دغی دوری له دری ژبو لیکوالو لکه ډاکتر اکرم عثمان، رهنورد زریاب، داوودفارانی، لطیف ناظمی، ببرک ارغند او داسی نورو نومیالو سره جوخت د دغی دوری د مخکښانو په شمیر کی راځی. تقریباً ټولو دغو لیکوالو په خپلو آثارو کی د ټولنیز ریالیزم پیروی کوله، د دوی آثار په دغو کلونو کی د ټولنیزو ناخوالو، ظلم او استبداد د بربڼډولو اغیزمنه او روښانه هینداره وه چی د افغانی ټولنی د ترخو حقایقو بربنډ تصویرونه یی په ګوته کول. کولی شو ووایو چی افغانپور د همدی دوری د لومړنیو لنډو کیسه لیکونکو په سر کتار کی ځای درلود او د پښتو  کیسه لیکنی ته یی نوی سا او نوی مضمون ور وباخښه.

په دی توګه افغانپور د هیواد د نوی مترقی او بدلون غوښتونکی غورځنګ په پراخیدونکی بهیر ورګډ شو او له داسی روښانفکره او د نویو اندیښنو لرونکو شخصیتونو سره یی اړیکی پیدا شوی چی په ټولنیزو مبارزاتو کی د ده لارښود او په ادبی غورزو پرزو کی یی تشویقونکی او هڅوونکی شول. او دا پخپله افغانپور ته د دی ډاډ ورکاوه چی خپل ادبی استعداد د خلکو په خدمت کی پریږدی او د خلکو د پیړیو کړاوونو، رنځونو او بدبختیو ترجمان شی او هغه ظلمونه، تیری او استبداد چی خلک یی له ژونده بیزاره کړی و په خپلو آثارو کی رسوا او بربنډ کړی. بی ځایه به نه وی چی ووایم د افغانپورد ټولنیزو مبارزاتو څرګند انعکاس ډیر ژر د ده په کیسو کی ولیدل شو او د ده د کیسو مضمون یی بډای کړ.

لکه چی پورته هم وویلی شو افغانپور د کیسه لیکنی کار په څلویښتمو کلونو کی تقریباً د خپلو ټولنیزو او سیاسی فعالیتونو سره جوخت پیل کړ. دغه کلونه د افغانپور لپاره د تجربی او مطالعی کلونه و، په همدی کلونو کی دی د نړی له سترو لیکوالو لکه تورګنیف، تولستوی، بالزاک، ویکتورهوګو، چخوف، ماکسیم ګورکی او داسی نورو آثارو په څنګ کی د کوزی پښتونخوا له داستانی او ادبی تخلیقاتو سره هم آشنا شو او په ډیره تنده یی دغه آثار لوستل. که څه هم ده د کیسو لیکل لا ډیر کلونه پخوا پیل کړی و خولایی د خپلو کیسو لپاره سم استقامت نه و ټاکلی. د ده لمړنی داستانی اثر د «مطرود» په نامه چی په دری ژبه یی لیکلی و، په ۱۳۴۲ کال کی د بدخشان په ورځپاڼه کی خپور شو.

افغانپور یو متعهد لیکوال و، ده ته د خلکو پرګنو ژوند، د هغوی کړه وړه، دود دستور، مینه او دوستی، کرکه او دښمنی، د ظالمانو ظلم او تیری، له دولتی زړی بیوروکراسی نه د پرګنو شکایت او هغوی سره د ځواکمنو او استثمارګرو استبدادی او ظالمانه چلند، هغه مفاهیم وو چی زموږ د ټولنی هر حساس روح یی ځانته متوجه کاوه نو افغانپور هم لکه د بل هر واقع بین او متعهد لیکوال په توګه د خلکو دغو رنځونو او ناخوالو ته، د هغوی مینی او دوستی ته، د هغوی خوښیو او غمونو ته د داستان ژبه ورکړه او دغه ترخه او خواږه حقایق یی د کیسوپه خوندوره ژبه خپلو لوستونکو ته وړاندی کول.

د افغانپور د کیسو ژبه ډیره ساده او بی تکلفه ژبه ده، هغه په خپلو کیسو کی د خلکو په ژبه خبری کوی، او په هماغه ساده ژبه دوی ته خپله کیسه وایی. ځکه یی کیسو د خلکو په زړونو کی ځای پیدا کړی. د ده لنډی کیسی د څلویښتمو او پنځوسمو لسیزو په کلونو کی د ژوندون او پښتون ږغ په مجلو کی خپریدل او یا هم د راډیو افغانستان د بیلابیلو خپرونو له لاری خپریدل. د ده د څو لنډو کیسو له مخی ټلویزیونی فیلمونه هم جوړ شوی چی په هماغه کلونو کی د ټلویزیون له لاری خپاره شوی هم دی.

د افغانپورد لنډو کیسو لومړنی مجموعه د «موسکا» په نامه په کال۱۳۶۲ کی د افغانستان د لیکوالو د اتحادیی له خوا خپره شوه. د دغی مجموعی کیسی د هماغو کیسو له ډلی خوښی شوی دی چی لیکوال هغه په څلویښتمو او پنځوسمو کلونو کی لیکلی و.«موسکا» د همدغی مجموعی د کیسو نه هغه یوه کیسه ده چی په حقیقت کی یی افغانپور ته د پښتو کیسه لیکونکی په توګه شهرت وګاټه. د دغی مجموعی په مقدمه کی چی د هیواد وتلی منتقد ښاغلی زرین انځور په قلم کښل شوی، په دی باب داسی لولو:"که افغانپور هیڅ بله کومه کیسه هم نه وای لیکلی، نو یواځی همدا د «موسکا» په نامه د ده لنډه کیسه بس وه چی دی د یوه پیاوړی او تکړه کیسه لیکونکی په توګه وپیژندل شی." همدا رنگه د هیواد پیاوړی لیکوال غوث خیبری د لیکوال د دغی مجموعی په باب د خپل نظر د لیکلو په ترڅ کی داسی لیکلی و:" امین افغانپور د هیواد په لیکوالانو کی یوه پیژندل شوی څیره ده. که څه هم د ادب په هره برخه کی ډیری لیکنی کوی، خو په کیسه لیکنو کی زیات شهرت لری او زیات خلک یی د یو ښه کیسه لیکونکی په توګه پیژنی. تر کومه ځایه چی ما په موسکا کی ولوستل نو د دی کیسو کرکټرونه چی د کیسو د شخصیتونو په نوم یادیږی، د ظلم او ناروا په ضد رسا آوازونه باسی مبارزه کوی او بریالیتوب ته رسی". یعنی دا چی افغانپور د هری پیښی په تمثیل کی خپل ټولنیز رسالت چی د یو هدفمند لیکوال سپیڅلی دنده ده له نظره نه غورزوی او پر ځان لازمه بولی چی د ټولنی پیښی د خپل رسالت په رڼاکی خپل اولس او ټولنی ته وړاندی کړی. د لیکوال دغه احساس او د کیسو د لیکلو دغه شیوه د ده د ادبی کار په اوږدو کی له ورایه ښکاری. د لیکوال د کیسو دوهمه مجموعه د «د څپو پر وزرونو باندی» تر نامه بیا هم د لیکوالو د اتحادیی له خوا خپره شوه.

افغانپور د لڼډو کیسو د لیکلو تر څنګ، د رمان په لیکلو هم لاس پوری کړ او په دی ډګر کی یی هم په صلاحیت سره ګامونه اوچت کړل. د ده لومړنی داستانی اثر یا رمان «په وزرونو سوی پتنګان» نومیږی چی د پنځوسمی لسیزی په لومړنیو کلونو کی یی لیکلی و او د هغه وخت د ژوندون په مجله کی په پرله پسی ډول خپورشوی دی. په دغه اثر کی افغانپور د هغو ځوانانو د مبارزو او هلوځلو تصویر کښلی دی چی د ظلم او استبداد له جغ نه د زیارکښو پرګنو د خلاصون په لاره کی یی تر سره کول، او د "خلکو د ارمانونو سپیلنی" د افغانپور دویم رمان دی چی د کتاب په بڼه په ۱۳۶۴کال کی خًپور شو. د ده زیاتی کیسی د راډیو افغانستان له څپو او یا د هیواد د مجلو او ورځپاڼو له لاری خپری شوی چی شمیر یی څه د پاسه دوه سوو ته رسی.  

که د افغانپور د ادبی فغالیتونو په نورو اړخونو هم نظر واچول شی نو د نړی د سترو او نامتو لیکوالو د آثارو ژباړی په باب هم باید څو کرښی ولیکلی شی. "...او په سپیدوکی دلته جوپتیاده" د هغه داستانی اثر نوم دی چی افغانپور په پنځوسمو کلونو کی په پښتو ژباړلی و چی دغه اثر هم د ژوندون په مجله کی په پرله پسی توګه خپورشوی دی. د ده یوه بله ژباړه هم د «تږی مساپر» په نامه  په ۱۳۷۰ کال کی په کابل کی چاپ او خپور شوی دی.

همدا رنګه د داکترنجیب الله د واکمنۍ په کلونو کی د آلمان هیواد د ګویته انستیتوت په نوښت څو پرله پسی ادبی غونډی جوړی شوی، چی د هغو په ترڅ کی به داکرم عثمان په شمول افغانی کیسه لیکونکو خپلی تازه کیسی اوریدونکو ته لوستلی. په دغو غونډوکی افغانپور هم خپلی څو کیسی ولوستی. دغه کیسی بیا د ګویته انستیتوت له خوا د کتاب په بڼه خپور شو.

لکه چی پورته هم ولیکل شول افغانپور د ټولنیز ریالیزم د سبک پیروی کوله او په همدی اساس د ده کیسی د ټولنی موجودو واقعیتونو انعکاس ګڼلی شو. د ده د کیسو چاپیریال زموږ د هیواد کلی او ښارونه دی او موضوعګانی یی هم د ظالم او مظلوم تر مینځ مقابله ښیی چی د کیسو د کرکټرونو پخپله ژبه بیانیږی. د ده د لیکنو ژبه خوږه روانه او د ادب له معیارونو سره برابره ده.

لڼډه دا چی افغانپور د څلویښتمو کلونو په لومړیو کی هم د سیاسی فعالیتونو ډګر ته ورودانګل، چی پیل یی له ښوونځی نه شوی و. دی د سیاسی فعالیتونو په ټول بهیر کی د مبارزی په هماغو منل شویو اصولوو لاړ پاتی شو او په کومی ځانګړی ډلی اوکړی کی شامل نه شو او د جګړی په ټول دوران کی یی هم تل د سولی او د سوله ییزو هلوځلو ستاینه کوله او د روغی جوړی د سیاست په اډاڼه کی چی کوم سوله ییز بهیر روان شوی و، د هغه کلک ملاتړ او د دی بهیر د بری هیله مند و. په دغو کلونو کی د ده لیکنی د دی خبری شاهدی ور کوی.  

ژورنالیستیکی فعالیتونه:

لکه چی پورته هم ورته اشاره وشوه، افغانپور خپل مطبوعاتی فعالیتونه د راډیو افغانستان د روزنی په اداره کی په کار کولو سره پیل کړ. هغه په لومړیو کلونو کی یعنی د څلویښتمی لسیزی په کلونو کی د راډیو بیلابیلو پروګرامونو ته مطالب لیکل او یا هم پخپله ده د خینو پروګرامونو د جوړولو مسؤولیت په غاړه درلود. دی د کورنی ژوند د پروګرام بنسټ ایښودونکی و چی هره ورځ سهار وختی د راډیوله څپو خپریده او خورا زیات مینه وال یی درلودل. سره له دی چی د دغه پروګرام متنونه یی لیکل نو د خپرونی مسؤولیت یی هم ور په غاړه و.

د همدغو مسؤولیتونو په څنګ کی یی د هیواد په ورځپاڼو او مجلو کی لیکنی خپریدلی او له دغو رسنیو سره یی منظمه قلمی همکاری درلوده. د مطبوعاتی کارونو سره د هغه مینه دومره زیاته وه چی د داوود خان د جمهوریت د رامینځته کیدو لږه موده مخکی یی د یوی ادبی مجلی د خپرولو د امتیاز د لاس ته راوړلو هلی ځلی پیل کړی. په دغه کار کی د هیواد د ټکړه لیکوال او ادیب داکټر اکرم عثمان مرسته او همکاری ور سره وه. په نظر کی وه چی دغه مجله د « آواز » په نامه خپره شی. خو مخکی له دی چی خپره شی د شاهی نظام په نسکوریدو سره د دغی مجلی د خپریدو کار هم تر سره نه شو. له پاڅون وروسته بیا دغی مجلی په همدی نامه د پښتون ږغ د مجلی ځای ونیو چی د رادیوافغانستان او افغان فیلم د خپروونکی ارګان په نامه یی خپرونی کولی.

د اوښتون وروسته افغانپور د رادیوافغانستان او تلویزیون د بهرنیو اړیکو د لوی مدیر په توګه وټاکل شو او لڼډه موده پس یی بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوری معین په توګه کار ته دوام ورکړ.

له کومه ځایه چی ده له ژورنالیستی کارونو سره زیاته مینه درلوده نو بیا د هیواد د ورځپاڼی رییس وټاکل شو. چی ډیر کلونه یی دغه  ۴ ورځپاڼه په صلاحیت سره وچلوله، ورپسی بیا راډیوافغانستان ته لاړاو د رادیوټلویزیون د مفسرینو اداری د رییس په توګه په کار بوخت شو. له هغه ځایه بیا د پیام ورځپاڼی د مرستیال په دندی وګمارل شو او په دی ورځپاڼه کی له څو کلونو کار وروسته یوځل بیا د هیواد د ورځپاڼی رییس وټاکل شو چی بیاد جهادیانو تر واکمن کیدو پوری په دی دنده کی پاتی شو. د مجاهدینو په وخت کی د کاره لری شو خو څه موده وروسته بیا وروبلل شو او د یو مقام وړاندیز ورته وشو خو ده ونه مانه او په خپلو لیکنو یی اکتفا وکړه او په کورکی پاته شو. د تنظیمی ګډوډیو او خپل منځی جګړو په کلونوکی که څه هم د ژوند لپاره شرایط ډیر خراب شول او له همدی امله ډیر خلک له هیواده مهاجر شول خو افغان‏پور له هیواده بهر نه شو او خپلو لیکنوته یی دوام ورکړ او قلم یی له ځانه لری نه کړ. په همدغو کلونوکی یی د یو رومان په لیکلو پیل کړی و چی له بده مرغه د هغه لیکل نیمګړی پاتی شو، ځکه ده ته سخته ناروغی ور پیښه شوه چی نوریی د لیکلو مجال پیدا نشو کړی.

افغان‏پور د خپلو کاری مصروفیتونو په اوږدو کی بهرته ځینی رسمی سفرونه هم درلودل. د۵۷ کال د پاڅون نه لږه موده مخکی په فرانسه کی د هیومانیتی په جشن کی د ګډون لپاره هغه هیواد ته لاړ او د هغه هیواد له سیاسی او ټولنیزو شخصیتونو سره یی لیدنی کتنی وکړی. دوه ځلی د رسمی هیات په مشری د هغه وخت د شوروی اتحاد هیواد ته لاړ، چی په کلتوری چارو کی د دواړو هیوادو د همکاری په باب خبری اتری او د هغه هیواد له ادبی شخصیتونو سره یی لیده کلته هم درلودل. 

د افغان‏پور د شخصیت ځنی ځانګړتیاوی:

امین افغان‏پور لکه هماغسی چی یو ښه لیکوال او تکړه صحافی و نو په هماغه انداره د یو نرم او عالی کرکټر او د انسانی ښو خصلتونو لرونکی انسان هم و. هغه له خپلو خلکو او هیواد سره ډیره مینه درلوده چی دغه حقیقت د ده په ټولو لیکنو او آثارو کی له ورایه ترسترګو کیږی. هغه نرم خوی درلود او له دوستانو او هیوادوالو سره یی په مینه چلند کاوه، د دوستانو په جلبولو او د مینه والو په موندلو کی یی لوی لاس درلود. له ده سره مجلس ډیر خوندور و. په خبروکی یی هرومرو ټوکی او ټکالی هم وی او دایی د هماغه کرکټر یو په زړه پوری اړخ و چی د هر چابه خوښیده او د ده مینه وال یی زیاتول. له همدی امله یی زیات دوستان درلودل او له هغو سره به یی مدام ناسته ولاړه کوله.

ساده او بی تکلفه ژوند یی درلود او تر پایه پوری یی همدغه شیوه پری نښوده. هر چا چی له ده سره ناسته ولاړه کړی او د ده هر اړخیز شخصیت یی پیژندلی پیدا کړی نو بیا یی ده ته اخلاص او ارادت پیدا شوی. نو ځکه یی بیشمیره ملکری او دوستان درلودل چی تر اوسه پوری یی له خپلو خاطرو سره یادوی او د هغه یاد ته درناوی څرګندوی.

ما ډیری هڅی وکړی چی د ده له ملګرو او دوستانو سره په زیاته شمیره کی اړیکی ونیسم او له هغوی نه هیله وکړم چی د ده په اړه د ځینو خاطرو او یادونو څو کرښی ولیکی چی دلته یی لوستونکوته وړاندی کړم، خو له ټولو سره د تماس امکان راته میسر نه شو، نو د یو څو تنو ملګرو او دوستانو ځنی خاطری چی دوی کښلی وی زما په واک کی یی راکړی چی دلته یی را نقلوم:

محترم اسمعیل محشور د هیواد د ترقی غوښتونکی وطنپال غورځنګ یو سابقه لرونکی سیاسی کارکن او تکړه ژورنالیست د ارواښاد افغان‏پور په باب خپله خاطره او د هغه یاد داسی انځوروی:

د هیواد د ترقی غوتوښنکی وطنپال غورځنګ یو سابقه لرونکی سیاسی کارکن او تکړه ژورنالیست د ارواښاد افغان‏پور په باب خپله خاطره او د هغه یاد داسی انځوروی:

"هره ورځ په زرګونه وګړی مری او په زرګونه نور زیږی. د دغو تلونکو او راتلونکو په مینځ کی یو څو تنه کیدی شی د خپلو انسانی کړو وړو له امله خپل یاد او نوم تلپاتی کړی. امین افغان‏پور د همدی شمیری په ډله کی راتلی شی.

له افغان‏پور سره لومړی ځل د ۱۳۴۵ کال چی د عقرب د دریمی ورځی د پیښی تلین نمانځل کیده، یعنی ۴۷ کاله پخوا مخامخ شوم. په دغه ورځ له یو پراخ لاریون وروسته د میوند څلی ته څیرمه چی کومه غونډه جوړه شوی وه، ما په هغی غونډه کی د وینا لپاره د خپل وار رسیدوته انتظار ایسته چی یو ځوان را نژدی شو او په ډیر ادب او په مهذب انداز یی یو کاغذ په لاس کی راکړ او ویی ویل که دی خوښه شوه نو دغه شعر دی هم په وینا کی ځای کړه. په کاغذ کی دغه بیت زما تر سترګو شو:

ملګرو ای خورو ورو ملګرو، ویریږم چی ناښاد به شۍ

د زمانی د توپانو مخی ته که سره یو نشۍ، نو برباد به شۍ

دغه شعر مانه یواځی په هغی غونډه کی بیایبا ولوست، بلکی په راتلونکو دغسی غونډو کی زما د وینا یوه برخه ګرځیدلی وه. خو ماته مهمه خبره په هغه وخت کی دا وه چی هغه ځوان چی دغه شعریی ماته راکړی و، وپیژنم چی څوک و. ډیره موده تیره شوه او ما بیا هغه ونه لید. ښایسته ډیره موده وروسته ماته دنده وسپارله شوه چی د استقلال د لیسی له ګوندی فعالینوسره اړیکی ونیسم او د هغوی فعالیتونه تنظیم کړم، نو له دی سره د هغی لیسی د ځوانانو د نومونو یو فهرست هم راکړ شو. کله چی بیا ما په فهرست کی شاملوځوانانو سره ولیدل نو هغه ځوان می هم پکی ولید چی هغه ورځ یی ماته هغه شعر راسپارلی و او ایله پوه شوم چی د هغه نوم امین افغان‏پور دی.

د څلویښتمو کلونو لسیزه د ځوانانو د تودو غورزو پرزو، د حیرانوونکو پیښو لرونکو لسیزه، د غورځنګونو او پاڅونونو د غوړیدنی لسیزه وه. د دغو غورځنګونو اساسی بنیادونه په پوهنتون، ښونځیو او پارلمان کی و، هرڅو مره چی دغه غورځنګونه پراخیدل، محافظه کارانو هم د هغی په وړاندی عکس العمل ښوده. افغان‏پور هم د دغه غورځنګ په لومړیو پوړیو کی د هماغو محافظه کارانو د قهر او غوسی قربانی شو او په ښوونځی کی له زده کړی بی برخی کړی شو. (د دی پیښی او له هغه وروسته چی کوم فعالیتونه افغان‏پور ترسره کړی، د دی لیکنی په پورتنی برخه کی راغلی چی دلته یی له تکراره ډډه کوم لیکوال)

زه او افغان‏پور په ډیرو برخوکی د یو فکر خاوندان و، موږ اکثره لیده کاته درلودل او خبری به موکولی. هغه ډیر آرام، صمیمی او مهربانه کرکټر درلود. لږ غږیده، خو ډیر ښه غږیده. دا هغه وخت و چی نور دی د پښتو ژبی په یو پیاوړی کیسه لیکونکی بدل شوی و.

د افغان‏پور د شخصیت بله ځانګړتیا ساده خوله استغنا ډک ژوند و. هغه خپل شخصی کورنه درلود او ډیر کلونه په کرایی کورونو کی اوسیده. کله چی ما په پغمان کی دولتی دنده درلوده نو دی به زمالیدو ته هلته راته. زما استوګنه په دولتی کور کی وه، نو یوه ورځ می ده ته وړاندیز وکړچی څو میاشتی دی دغلته له ما سره استوګن شی، نو هم به په آرامه کی د لیکنی کار پر مخ بیایی او هم به د کور له کرایی خلاص وی. د دی خبری په اوریدو یی په کلکه راته وویل چی دا کار نه کوم خو که بیا دی دا خبره تکرار کړه نور به دی لیدوته هم رانشم.

کله چی جهادیانو دولتی واک تر لاسه کړ، ټولو ته ژوند سخت شو او ډیر خلک د هیواد پریښودوته اړایستل شول. خو افغان‏پور له ځایه ونه خوځید. هغه د ننه په هیواد کی هغه کړاو پر ځان ومانه او له هیواده مهاجر نشو. ما په ډیره خواشینی د ده د مړینی خبر په مهاجرت کی تر لاسه کړ او له اوښکو تویولو او آسویلیو له ایستلو پرته می نور څه په توان کی نه و چی خپل دغه عزیز او ملګری ته یی ډالۍ کړم. روح دی ښاد او یاد دی یی تل تازه اوسی." 

*** 

محترم ببرک ارغند د هیواد پیاوړی کیسه لیکونکی او ادبی شخصیت چی په دری ژبه ډیر ارزښتناک او په زړه پوری داستانی آثار لری، د ارواښاد افغان‏پور په باب خپل تاثرات داسی بیانوی:

( ارواښاد افغان‏پور عادی سړی نه و، هغه ځانګړی او خاص و. خپلواک شخصیت یی درلود: څو اړخیز او نه ماتیدونکی. تل سمبال او لکه خپلو لیکنو نومیالی او ځانګړی.

هغه، سره له دی چی یو زبردست ژورنالیست و، خو هیڅکله یی د ژورنالیزم او داستان لیکنی پولی له یاده نه ایستی. قلم یی د انسان د آزادۍ، خوځښت او تکامل په پراخ افق کی ساایسته او پیاوړی و.

یوه ورځ په دریم مکروریان کی ور سره مخامخ شوم. له کاره راته، ستړی ښکاریده. لاس می یی ونیو او ورته می وویل: زما میلمه یی. راځه چی څه ښیبی سره کینو او ګپ شپ ولګوو. ویی منله خو په شونډو یی موسکا وځلیده، هماغه همیشنۍ موسکا. بیایی وویل: هرومرو چا درته ویلی خو ما په رښتیاهم هغه کیسه لانده بشپړه کړی. ما ورته وویل چی خیر دی هماغه نیمګړی یی راته ولوله. هغه ورځ تر ناوخته پوری یو ځای و. هغه کیسه یی چی تازه لیکلی وه راته ولوست. که می غلطه کړی نه وی نو د کیسی نوم ایلبند و. له هغی ورځی زیات کلونه تیر شوی، کله چی مو خدای پامانی کوله نو ماده ته وویل: افغان‏پوره په دی پوه شه چی له لیکنو سره دی حسادت لرم، ته طلایی لاسونه لری، ته مرغلری پیی. په هماغه شکسته نفسی یی چی همیشنی عادت یی و، راته وکتل خو څه یی ونه ویل مګر یوه موسکایی په شونډو کی وځغلیده. زه افسوس کوم چی هغه نور زموږ په مینځ کی نشته. زموږ د پښتو داستانی ادبیات له افغان‏پور پرته نیمګړی دی. افغان‏پور د پیښو په بیانولو کی حیرانوونکی تخلیقی قدرت درلود. دده آثار زموږ د هیواد او خلکو د ژوند ریښتونی تاریخ بللی شو. د ده آثار په حقیقت کی د ژوند هغه پیښی دی چی د ده په قلم په پاملرنی سره طراحی شوی او پر کاغذ کښل شوی دی. هغه د بی نظمیو تل ته ننووتی و او په هغو ژوروکی یی ځان کشف کړی و، خپل چاپیریال یی کشف کړی و، او ژوندون یی د هغه له ټولو لوړو ژورو او ترخو او خوږو سره بیاموندلی و. اوس چی یی کیسی لولم دی باور ته رسیږم چی افغان‏پور تر هغه لاسترو، چی موږیی تصور کاوه.

"..هغه ستر و، له نن ورځی سره و، له ټولو پرانستو افقونو سره یی خپلوی وه او د اوبو او ځمکی په ژبه ډیرښه پوهیده".))

محترم محبوب الهی حسن زاده د رادیوټلویزیون ډیر پخوانی کارکوونکی او د هیواد تکړه ژورنالیست هم خپله خاطره او تاثرات د ارواښاد افغان‏پور په باب داسی بیانوی:

" د لمریز۱۳۶۵ کال د اوړی تود موسم و او همدا راز د هیواد سیاسی فضا هم توده وه. د سیاسی تحولاتو نه زامیدونو او اندیښنو، یوځل بیا زموږ خلک دی ته اړایستلی و چی خبری رسنیو ته غوږ شی. ټلویزیون، چاپی رسنۍ، کورنی او بهرنی رادیوګانی او په دی لړکی راډیو افغانستان چی په هیوادکی د یوی چټکی رسنۍ په توګه یی تر ټولو زیات اوریدونکی درلودل، خبرونو، سیاسی تبصرو او تحلیلونو یی د کورنیو او بهرنیو دښمنانو د تبلیغاتو سره په مقابله کی ستر رول ترسره کاوه او تل یی د خلکو د فکر او ذهنیتونو پر انعکاس اغیزی درلودی. د هیواد، سیمی او نړۍ د حالاتو په باب سیاسی تبصری به هر ماښام له خبرونو وروسته خپریدلی.

دا هغه وخت و چی امین افغان‏پور د راډیو ټلویزیون د مفسرینو د اداری رییس و. هغه پیاوړی قلم درلود. په دری او پښتو دواړو ژبویی لیکنی کولی. افغانپور می له ډیر پخوا را هیسی نه یواځی د راډیو ټلوبزیون د یو غښتلی ویندوی په توګه بلکی د ډیرو په زړه پوری لڼډو کیسو د لیکوال په توګه هم پیژانده. د کیسو نومونه یی اوس له بده مرغه زما هیر شوی خو د هغو زړه راښکونکی محتوایی لاتر اوسه زما په ذهن کی ژوندۍ ده. په دی لړکی هغه کیسه چی یوه افغانه د ودلړلی میرمن له یوی په عطرو سمباله فرانسوی ښځی سره مقایسه کوی او یا په یوه بله کیسه کی چی یوه بیوزله کورنۍ انځوروی چی ټوله شخړه دیو«شی» په سر ده او زه ترپایه دهغه «شی» په مفهوم پوه شوی نه وم، او ماپه سادګۍ له ده نه پوښتنه کړی وه چی په هغه کیسه کی دی هدف له هغه «شی» نه څه و چی دومره پری شخړه وه نو ده د خپلو ګوتی څوکی را ته ونیولی او ویی ویل چی شخړه په یوه ټوټه ډوډۍ وه.

په همدغو وختونو کی د راډیوټلویزیون د ریسرچ په نامه یوه نوی اداره پرانستل شوی وه چی د مفسرینو د اداری تر څنګ یی ځای درلود. زه او زما آمر استاد فتاح روشنګر به هره غرمه د افغان‏پور لیدوته ورتلو او د ډوډۍ خوړلو په ترڅ کی به مو له ده سره د خبرو مجلس جوړاوه او د ده له خبرو موګټه اخسته. څه موده وروسته چی دی له راډیوټلویزیون نه بهر په نورو دندو وګمارل شو نو له بده مرغه بیاز موږ لیده کاته ونه شو خو د ده لیکنی وی چی موږ سره یی خبری کولی. بس همدومره."

     پای