ښاغلی محمد عمر ننګیار د پښتو ادب یوهڅاند لیکوال او تکړه طنزلیکونکی

مرکه کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

زموږ د پښتو د ادبیاتو په ډګر کې ښاغلی محمدعمر ننګیار یو له هغو تکړه او ښو لیکوالو، ادبي او فرهنګي  څیرو څخه دی چې په خپلو لیکنو او طنزونو کې یې ټولنیزې ناخوالې، نیمګړتیاوې، ستونزې، او د افغانانو ریښتیني دردونه په خوږه، سلیسه، روانه او سپیڅلې ژبه په ډیر ښکلي او ظریفانه  بڼه انځور کړي دي.

ـ ښاغلی ډاکتر صاحب ببرک ارغند چې زموږ دهیواد یونومیالې، او وتلې ژورنالیست، نوښتګر او نامتوداستان لیکونکې دی، په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي محمد عمر ننګیار د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه داسې کښلي دي :

عمر ننگیار نگینه است  

این واقعیت دارد که ادبیات  ازشرایط مادی و تاریخی یک جامعه بر می آید و در عین حال بازتاب دهنده  همان شرایط مادی و تاریخی  نیز میباشد  واز سویی میدانیم که  هر اثر ادبی ویا  بهتر است  بگوییم هر نوع  ادبی  دارنده  محتوا و شکل میباشد .همان گونه که محتوا گوناگون هست همان رنگ شکل نیز گسترۀ متنوع دارد  و ایسمهای چون  ریالیسم ،ناتوریالیسم ، مدرنیسم ، پسا مدرنیسم و غیره ابزار هایی هستند که  جهت ساختن این شکل بکاربرده میشوند وهمان گونه که  درونمایه یا محتوای اثر  انتقال دهندۀ ایدیالوژی خوابیده در متن میباشد ، شکل نیز بستر این انتقال بشمار می آید . در جوامع عقبمانده نظیر افغانستان  با در نظر داشت مناسبات اجتماعی – اقتصادی – سیاسی حاکم بر زنده گی مردم  وموجودیت فقرِ دانش و ستمِ بی سوادی ،لازم میافتد تا  هنر مندان  به ویژه  خالقان آثار منثور از آن گونه افزار و شکلهایی استفاده ببرند که برای  مردم قابل درک و فهم بیشتر  باشد . به آسانی هضم گردد و در بیداری بیخبران یاری رساند . با  در نظر داشت همین اولویت  است  که نویسنده گان آگاه  و متعهد  بیشتر به  شیوۀ ریالستی رجوع میکنند تا حقایق تلخ و شیرین جامعۀ خویش را همانگونه که هست در برابر خواننده گان خویش قرار بدهند و در بیداری  آنان  سهم  شایسته  بگیرند.  جناب محمد عمر ننگیار هم یکی از همین آگاهان است  که  با نگارش  درامه ها ، نمایشنامه ها ، طنز ها ،  فلمنامه ها و سناریو های متعدد با استفاده از مکتب ریالیسم انتقادی ،استعداد  پر بار و توانایی  خویش را   بر ملا ساخته است.

 جناب محمد عمر ننگیار دردنیای ادبی اش همیشه تلا ش داشته تا در خدمت مردم و  محرومان کشور خویش قرار داشته باشد.

موصوف به حیث یک فرهنگیی که درد  مردمش  را مانند یک طبیب آزموده و خبره تشخیص داده  و راه درمانش را هم میداند، همیشه با افزار  دست داشته  خویش   به خدمت  شتافته و از بذل کمک و یاری به ایشان دریغ نورزیده است .جای سرور و شادیست  که ادبیات ما چنین شخصیتهای  آگاه و  خدمتگذار  را  با خود دارد . من عده یی ا ز نمایشنامه ها و درامه های  ایشان را از ورای امواجِ رادیو و اکرانِ تلویزیون شنیده ودیده  و ستوده ام ؛ به ویژه  اثری  زیر نام « تنکی هڅې » موصوف  را که از حلاوت و دلپذیری خاص بر خوردار است. جناب  محمد عمر ننگیار در گستره طنز و طنز نویسی  برازنده گیهای  ویژه یی دارند که  قابل یاد آوریست  . در این زمینه بیشتر  زحمت کشیده اند و آثار  جالب و خواندنیی  بر ادبیات ما افزوده اند . من بخشی از آثار ایشان  رادر مجله های  « آواز»  و  روزنامه های چون « انیس» و هفته نامه های چون « پامیر » ،« کار » و غیره خوانده و لذت برده ام  بیاد دارم  که  طنز « پردی » که به قلم توانای ایشان نگارش یافته بود  برندۀ  جایزه  گردید . کار و خدمت همایونی  دیگر این قلم بدست  برگردان  مجموعۀ طنزی جلال نورانی یکی دیگراز بزرگ مردان عرصۀ طنز کشور است که به زبان  شیرین پشتو بر گردان شده است.

 قلم این نویسنده برازنده  را تواناتر و عمر شان را  طولانی میخواهم . بگذار  نگینه ها  انگشتر شوند و انگشتان مادر وطن پر از انگشترهای  پر بها باشد.

  داکتر ببرک ارغند

هالند ،فبروری ، 2013

همداسې ښاغلی کاتب پاڅون چې زموږ د هیواد یو تکړه لیکوال او مخکښ طنز لیکونکی دی په خپله یوه لیکنه کې د ننګیار صاحب د ادبي شخصیت په اړه داسې کښلې دي :

(.... ننګیار صاحب د طنز په نیشداره خو خوږه  ژبه په ځینو ناخوالو ډیر غوڅ ګوزارونه کړې دي .

مشهوره وینا ده چې : په شاتو چې مري، نو زهرو  ته  یې  ضرورت  نشته ...)

ښاغلی محمد عمر ننګیارپر (1331) لمریز کال کې د کابل ښار په ده افغانانو کې په یوه  روڼاندې کورنۍ کې د عبدالقیوم خان په کور کې نړۍ ته سترګې غړولې دي .

هغه خپلې لومړنی زده کړې په کابل کې او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو او فلسفی په پوهنځی کې پای ته رسولې دي.

ښاغلي ننګیار صاحب پر (۱۳۵۸) لمریز کال د رادیوتیلویزیون د هنر او ادبیاتو د ادارې د پښتو ډرام او ډیالوګ په څانګه کې رسما په کار پیل وکړ. ده په دغه اداره کې د راډیویي ډرامونه، د راډیو پرله پسې داستانونه او راډیویي نمایشنامې ولیکلې.همدارنګه یې تیلویزونې نمایشنامې او د لنډو فلمونوسناریو ګانې د یاد او ستاینې وړ دي.ده د یو شمیر نامتو لیکوالو طنزونه په پښتو ژبه ژباړلي دي چې په خپل وخت کې د راډیو تیلویزیون د نشراتي ارګانونو له خوا خپاره شوي دي.

ښاغلی جلال نوراني چې زموږ په ادبي او فرهنګي ډګر کې یو پیژندل شوی لیکوال، خوږ ژبې او تکړه طنز لیکونکی دی په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي عمر ننګیار د ادبي شخصیت په اړه داسې کښلې دي :

(.... عمر ننگیار مانند هارون یوسفی، واحد نظری، وحید صمد زی، کاتب پاڅون، بلقیس مکیز، رازق فانی، دستگیر نایل، فاروق عطایی، بصیر پاکزاد، و حلیم تنویر از طنز نویسان قد بر افراشته در دههء شصت است. او موفق شد در محافل متعدد خوانش طنز در کابل شرکت نماید و استقبال از طنز هایش مرا که در آنوقت مسوول بخش طنز در انجمن نویسندگان افغانستان بودم به این اندیشه  انداخت که مجموعه یی از طنز هایش را از سوی انجمن چاپ کنیم...)

ننګیار صاحب د (1992) زیږدیز کال نه وروسته په مسکو کې د پردیسی او کډوالې شپې او ورځې تیروي.

د ښاغلي محمد عمر ننګیار د پوره پیژندګلوې لپار ما له ده سره یوه ادبي مرکه چمتو کړئ ده. ستاسو درنو او قدرمنو د ادب مینه والو دوستانو پام ورته را اړوم.

 ننګیار صاحب  زما سلامونه او پیرزوینې ومنئ ، اجازه را کړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.

 

د سپیڅلي خدای په نامه

مخکې له دې نه چې پوښتنو ته راشم په ځا ن فر ض ګڼم چې دګران دوست او همکار؛  دهنر او ادب د بڼ هڅا ند ملیار ښاغلي انجینرعبدا لقادرمسعود څخه د زړ ه له کومې مننه وکړم چی د خپلو مرکو لړی یې ما پوری را وغزوله ؛ د انجنیر صا حب مسعود دغه  نوښتګرې هڅې زمونږ په اوسمها له کډوال ژوند په تاریخ کې هیواد پاله چوپړ دی چې د زمان په تندی به تل ځلیږي.

ګران انجنیر صاحب  زه ستاسو په خدمت کې یم.

ډیره مننه .

پوښتنه : تاسې د خپلو ادبي او هنري آثارو په لیکنو کې ځان ته کومه تګلاره لرئ، او په دې لاره کې مو څنګه خپل استعداد ته پام شو. لومړۍ هڅونکې مو څوک و؟

ځواب :

څر نګه چې لیکوال ؛ شا عر او هنر مند د ظر یفو عواطفو او احسا سا تو  خا وند دی په ټولنیز ژوند

کې د بل هر چا څخه ژر د حا لا تو او پیښو څخه اغیز مند کیږي  او بیا دخپل ادبي هنري احسا س په

ملگرتیا غبرگون څرګند وي چې دغه غبرګون د شا عر، لیکو ال او هنر مند په ټولنه کې دهغو د

ټولنیز موقعیت او انګیړنو څخه سر چینه اخلي او فکري لوری یې ټاکي ؛ نو ځکه خو په هنري او ادبي پنځونو کې زما فکري تومنه دخپلې ټو لنې د حالا تو او پیښو څخه پردی نه ده پا تی شوی ؛ ټو لنیز و

او فردي ناخوا لو او نیمګړتیا وو ته په هنري انداز او ادبي ژبی ګوته نیول او دخلکو پا م ورته

راگرځول دا د رسا لت لرونکي لیکوال ؛ شا عر او هنرمند تک لوری دی . ما د دغی رسا لت په پام

کې نیولو سر ه د دخپلو لوړو زده کړ و په اوږدو کې او بیا د رادیو افغا نستان دهنر او اد بیا تو په اداری

کې دهنري اوادبي فعا لیتو نو په لړ کې کله چې به مې د باندنیو لیکوالو لیکلي طنزونه پښتوژبې ته

ژبا ړل او بیا به مې تری رادیویي نند اری جو ړولی ځان وازمایه ؛ ویلی شم چې خدای بخښلي

امین افغا نپور او ښا غلي جلال نوراني زما هڅوونکي وو .

د لرغوني یونا ن او روم څخه بیا تر ننه د طنز لیکنې دوه ډوله تګ لوری پیژنو :

الف:هغه طنزي لیکنې چې نیوکی یې ترخې او قهر جن دي او ډیر لږ ظرافت په کې کاریدلی وي .

ب: هغه طنزي لیکنې  چې نیوکی یې دوستا نه او عا طفي دي او ډیره کچه د ظرافت عنصر

په کې په پام کې نیول شوی ويې دا د لرغو ني روم طنز لیکونکي (هو راس) تګلاره ده. 

دا دوه ډوله طنز ي لیکنې د لرغوني روم د نا متو طنز لیکونکو (هوراس) او (جو و ینا لی) په

لیکنو کې لوستی شو ؛ زه هڅه کو م چې (هو راسي) تګ لوری خپل کړم.

پوښتنه : طنز څنګه راپیژنې (تعریفوئ)، د طنز په لیکلو کې کومې ځانګړتیاوې، اساسي فاکتورونه او معیارونه باید په پام کې ونیول شي؟

ځواب :

طنز هغه ادبي هنري پنځونه ده چې دخندا او ټوکی په جا معه کې د نوش او نیش تومنه ولري

فردي او ټو لنیز فسا دونه او عیبونه  خلکو ته د پوهاوی او خبر یدو له پاره په ښکلي هنري انداز

دخپلې اندازی څخه ستر وښایي او خپله د عا طفې څخه ډک پیغا م لوستونکو په ذهن کې د منلو

وړ وګرځوي .

نیوکه او خندا دطنز اسا سي یا بنسټیز ارکا ن دی چې د دې دواړو دپیوند او شتو ن څخه پرته طنز

نه رامنځته کیږي ؛ که چیرې په یوې لیکنی کې نیو که شتو ن ولري خو دخندا عنصر په کې نه وي

ویلی شو چې دا لیکنه انتقا دي ادبیاتو پوری تړاو لري خو طنز نه دی همد ا شا ن که چیرې په یو اثر

کې پرته له نیوکی ؛ خندا او ظرافت کاریدلی وي دا اثر بیا هم د طنز لیکنو د منل شوو اصلو سره سمون

نه لري ؛ پا تی دې نه وي چې پرته دخندا اونیوکی دطنز نور فرعي عنا صر و لکه تخیل ؛ فا نتا زي

غندنه ؛ او لفظي صنا یع دي چې طنز لیکونکي ورنه په خپلو لیکنو کې کار اخلي .

پوښتنه : ستاسې په اند کوم طنز د فورم، شکل، محتوا او موضوع له پلوه ښه هنري طنز کیدای شي؟

ځواب :

  زما په اند که چیرې په یو طنز کې هغه فکتو رونه چې د طنز پیژندونکو دنظر په یوالي سره منل 

شوی دی لکه نیوکه . ما لگینه خندا  . مبا لیغه او فا نتا زی شتو ن ولري د ظرافت او نیوکی تر منځ یې

انډ ول په پام کې نیول شوی وي هغه  ښه طنز بللی شو .

پوښتنه : تاسې د طنزونو  ډولونه د موضوع او منځپانګې له مخې څنګه څیړئ؟

ځواب :

 په لنډ ه تو ګه ویلی شم چې طنز په بیلا بیلو ادبي . ژور نا لیستیک او هنري  قا لیبونو کې خپله

موخه تر سره کوي چې دا قا لیبونه په لاندی ډول ښودلی شو  :

-       ـ ادبي طنز :  په دې ډول طنز کې ستو نزی ؛ کمبودی او نیمګړتیا وی دډ یرو ظریفو نیوکو په

مټ د ادبي تصنیفا تو لکه رمز؛ کنا یې او اسطو رو څخه په گټه اخیستلو سره لیکل کیږي.

په ادبي طنز کې ډ یر ځلی د اثر په ژور والی او منځ پانگی تاکید کیږي نیوکه یې ژوره او دخندا

او ظرافت عنصر یې دموضو ع په ژور تیا کې نغښتې وي .

-       ـ ژورنا لیستک طنز :  په ژور نالیستیک طنز کې دادبي طنز په خلاف دنیو کی وړ پدیده یا ځیز

په بر بنډ ه  تو ګه داسې  بیا نیږي چې په هغه وخاندو او یایې د خندا وړ وګرځو.

چې په دې بر خه کې  ( رپلیکا ر ) په نامه ژانر د ژورنالیستک طنز یو ه ښه بیلګه ده .

ـ انځوریز طنزو نه :   څرنګه چې دنامه نه یې جوتیږي چې طنزي موخه یې په ننداریزی بڼی

دخلکو دپوهاوی او هغو کې د منفی پدیدو په وړ اندی دغبر ګون داحساس را پارول دي

چې مونږیې په کارتون  سینیما  تیاتر  او نورو انځو ریزو هنرونو کې لیدلی شو  .

پوښتنه : ژبني او انځوریز طنزونه  د شکل او فورم له پلوه څه ډول ارزوئ؟

ځواب :

  طنز په بیلا بیلو ادبي، هنري قالیبونو کې د اصلاح یا سمون  مو خه په مخ کې لري  څرنګه

چې  د مخه  مو وویل ژبني طنزونه دنثر او نظم په قالبو نو کې وړاندی کیږي او انځوریز طنزونه دکارتون . سینما او تیا تري نندارو کې لیدونکو ته وړاند ی کیږي چې هره یوه بیلګه یې دټولنی

دوګړو دپوهاوی دکچې په انډول اغیزه شیندي . په لنډه تو ګه ویلی شم چې ژبني طنزونه دټولنی

لوستی برخی ته او انځوریز طنزونه بیا دټولنی په نا لوستو وگړو اغیزه شیندي.

پوښتنه : هره لیکنه ځانته خپله ژبه لري . د بیلګې په توګه د علمي لیکنو ژبه، د تاریخي لیکنو ژبه، د مقالو ژبه، همدارنګه طنز هم ځانته ځانګړې خپله ژبه او سبک لري . تاسې په دې تړاو څه نظر لرئ؟

ځواب :

وایي طنز په خو ږو کې دترخو تیرول دي . دا په دې معني چې د طنز ژبه خوږه ده چې په ډیر

ظرافت  دنیوکی تر یخوالی په خو ږو رمزونو او کنا یو کې مخا طب ته دمنلو وړ ګرځوي او

دسمون اراده په کې راټو کوي . طنز په هر فورم کې چې وي باید پا که او سو چه ژبه ولري تر

څو د ( ایرونی) یا رټنی پیټی په خپلو اوږو بریالی موخی ته ورسوي .

پوښتنه : زموږ یو شمیر لیکوالو په خپلو آثارو کې  په ډیره خوږه ، سلیسه ، روانه، سوچه او سپیڅلې ژبه د خپلې ټولنې  ناخوالې، نیمګړتیاوې او ستونزې په زغرده بربنډې کړې دي تاسې په ټولنه باندې د هغه اغیز او اهمیت څه ډول ارزوئ؟

ځواب :

  دټولنی پر ناخوالو  او نیمگړتیاوو نیوکی  ټو لنیز شعور راویښوي او سمون لوری ته یې

هڅوي . ښاغلی (عبدا لنا فعی همت)  د استا ذ حبیب زي د (طنز ا و خندا )  دلیکنې په سر لیک کې

څه ښه لیکلې دي : [ خلک د وچو ویناوو خطابو او نور و رډو خبرو د اوریدو څخه ستړي شوی دي

ښه به وي چې دغه ویناوو او لیکنو ته د ظرافت بوره ورګډه شي چې هم دخلکو خوله خو ږه شي او

هم یې درملنه وشي ] .  زما په اند که  ستو نزی او نیمگړ تیاوی په زغرده  بر بنډی شي پر خلکو به

یې اغیزه دهغو لیکنو پر پرتله لږی وي چې په نا سیده  او رموز کې په خو ږه ژبه لیکل کیږي .

پوښتنه : ټوکې ټکالې او طنز څه توپیر لري؟

ځواب :

طنز دسمون په موخه لیکل کیږي او ټولنی ته په خپل ظرافت کې پیغا م لري . خو ټوکه یوازی

دخندا  په موخی کیږي کوم دسمون پیغام  له ځانه سره نه لري

 طنز مجازی او حقیقی مانا لري  خو ټوکه ددغو ماناو څخه  بی برخی د ه

طنز اخلاقي ارزښتونو ته ژمن وي خو ټوکه بیا هیڅ راز ارزښتونو ته ډیله نه وي .

ټو که یو نا لوستی سړی ویلی شي خو طنز چی دټولنی ژوره څیړنه غواړي نو هغه څوک

چی دخپلې ټولنی څخه پخه پیژندگلوي ولري اود طنز په اړونو پو وي طنز هستولی شي .

پوښتنه : طنز او کمیدي څه توپیر لري؟

ځواب :                                                                                                            په کومیکو ادبیاتو اوهنرونو کې خندا او خندول مو خه وي لیکوال دخلکو د ستو مانتیاو او خپگان  دلیری کو لو  د پاره کمیډي لیکنی  کوي چې په تمثیلي هنري تو ټو کی یا لنډو هنري فلمو نو کې د

کومیک هنرمندانو په لوبیدو سره د دغو لیکوالو موخه چې خندول او ښاد سا تل دي تر سره کیږي .

خو په طنزي لیکنو کې څرنګه چې خندایی یو د اساسی ارکا نو څخه شمیرل کیږي خودا  خندا د دې  موخی له پاره نه ده چې یوازی خلک وخندوي  بلکې اصلي موخه یې دا ده چې دغه نیمگړتیاوی او

ستو نزی دخپلو عا میلونو سره خند نی کړي او دخلکو په ذهنونو کې یې وټکوي .

پوښتنه : پوهاندډاکټرمجاور احمد زیار طنز ژانر(ځېل ) ګڼي اوپه خپله یو لیکنه کې یې داسې کښلې دي:   (.... دا د طنزوهغه کوډګری اوجادوګری ده چې نور ادبی ژانرونه (ځېلونه) يې په ټول ښکلاییز، ننداریز او سندریز پرداز او راکښون سره سیالي نه شی کولای ...)

تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟

ځواب :

د طنز څخه زما د دروند او عزتمند استاذ دغه هر اړخیزه څیړنیزجا ج او بر داشت چې تر اوسه مې

د طنز پیژند نی په هکله د بل چا څخه داسې ښکلې انځور ندی لوستی ډیر په ځا ی  بولم په رښتیا هم

دطنز سحر ګر ژانر په هنري ادبي او ژورنالیستیک بیلا بیلو قا لیبو نو کې خپله خبره د نیش او نوش

د تومنی په لرلو سره د ټو لنی بیلا بیلو کته ګوریو ذهینتونو ته د منلو وړ ګرځوي چې دا پخپله دطنز کو ډ ګري ده .

پوښتنه : طنز د پښتو ادبیاتو په لرغونې، کلاسیکه او منځنۍ پېر کې زوړ تاریخ لري . د کومو لیکوالو او شاعرانو په لیکنو کې طنزي توکي او عناصر زیاتره شتوالی لري او د پام وړ دي ؟

ځواب :

د پښتو ادب د لرغونی  او کلاسیک دور لیکوالو او شاعرانو په خپلو پنځونو کې خپل دوخت

نا خوالی او مظا لم رټلی دي  چې ډیر ځلی دغه رټنی او نیوکی  یې دهزل او هجو په قا لیبونو

کې  مو نږ لوستی شو . خوهغه څه چې دننی طنز د تعر یفا تو سره سمون ولري ما نه دی لوستي.

طنزی لیکنی د شلمی پیړی راوروسته دخپلو منل شویو ارکا نو سره چې هغه نیوکه – خندا  - فانتازي او مبا لغه ده رواج موندلی دی تر هغه ځا یه چې ما سره مې ذهن ملګر تیا کوي د پښتو

دادب ددغو ستو رو خو شحا ل خا ن خټک ؛ رحما ن با با ؛ حمید مومند او گل پاچا الفت په اثارو کې طنزي توکي  ښه ترا  لو ستلی شو .

پوښتنه : مهرباني وکړئ د خوشال خان خټک، رحمان بابا، حمید مومنداو استاد ګل  پاچا الفت د طنزي شعرونو څو بیلګې راته په ګوته کړئ ؟

ځواب :

خوشحا ل خان خټک ویلی دي :

چې تاو خارښت ور پا څي نا کراره شي ښور یږي

که لوی وي که هلک وي هر چا  وته قهر یږي 

نه پت ګوري ونه شرم نه یې حق وته نظر وي

دخپل میړه په غیږ کې زړه یې نورو ته پړ قیړي .

رحما ن با با وایي :

مرغه چې دبل غو ښی خوري مردار دی

ځان حلال کړه لکه زاڼه  شاهین مه شه

حمید مومند لیکلی :

قنا عت مې اشتها کړ ه هسې صافه

چې اوګره راکوي خوند لکه  ښوروا

په راتله دخط پایمال شي حسن هسې

لکه وتړي په گلو څوک غویمنډ  

ما رستم دزمانی ولید په سترگو  

چې دیار دجوره ژا ړي لکه کونډه

خدای بخښلی ګل پاچا الفت چې په نثر او نظم کې یې ډیر ښکلي طنزي اثار  لیکلي دي

لکه شنډه دیمو کراسي ؛ بدلی څری ؛ او نور دڅاری  په توگه دا بیتونه یې لولو  :

نن په یو پسی روان سبا د بل پسی ځي

کله په ږیری پسی ځي کله اوربل پسی ځي

بل ځای څه ښه وایي :

د پڼو غل خلکو دمخه کړ چې غلا ونکړي

اودس یې نه وو په لما نځه کې شو امام غوندې .

پوښتنه : د پښتو طنز لپاره هم په نثر او هم په نظم کې د معاصرې دورې دوهمه نیمایي ښه د غوړیدو دوره وه، ډیرو لیکوالو او شاعرانو په بره او کوزه پښتونخوا کې په ځانګړي توګه د نثر په چوکاټ کې طنزیه آثار تخلیق کړل . ستاسې په اندپه معاصره دوره کې کومو لیکوالواو شاعرانو خپل شعرونه په طنز وپسولل . مهرباني وکړئ د هغوی د شعرونو بیلګې راته په ګوته کړئ؟

ځواب :

د پښتو په ادبي بهیرکې طنز یو ځوان ادبي هنري ژانر دی چې زمونږ په هیواد کې یې نژدی شپږ

لسیزی او په کوز ه پو ښتونخوا کې یې عمر څه اوږد بر یښي . د (۱۳۴۰) لمریز کلونو راپدی خوا

زمونږ وطنپال لیکوال او شا عران لکه خدای بخښلی ګل پاچا الفت دیو وتلي لیکو ال او شاعر په توگه

پیژنم  په پنځوسمو کلونو کې خدای بخښلی عبدالمننا ن ملګری . ښا غلی میرعلي و طن دوست .

عزتمند دوست ښاغلی کا تب پا څون چې په نظم او نثر کې یې ښا یسته طنزي لیکنی مو نږ لوستی دي

په شپیتمو کلو نو کې دطنز لیکنی فر هنگ ښه وغزیده ډیر شمیر لیکوالو په دې برخه کې ځان راو پیژند

لکه : میر زا علم  حمیدي . دا کتر واحد نظري . ښاغلی محمود نظري . پوهنمل طلا حبیب زی او ما هم

په همدغو کلو نو  کې څه ماتی ګوډی دطنز د سر لیک لاندی لیکلی دي . پا تی دې نوي ښایي په پورتنیو کلونو کې به نورو ښاغلو لیکوالو هم طنزي لیکنی کړ ی وي که ما یې  لیکنی نه وي لوستی بخښنه

غواړم .

پوښتنه : په یو شمیر ادبي ژانرونو کې په ځانګړي توګه په لنډوکیسو، ناولو، ډرامو او تمثیلي پارچو کې د خوند او رنګ پیدا کولو لپاره په پراخه پیمانه له طنز څخه کار اخیستل کیږي. تاسې دا کار څه ډول څیړئ؟

ځواب :

دطنز ګو ډګری خو همدا ده کله چې په هر هنري  ادبي اثر کې چې لیکو ال او هنرمند غو ښتی

وي چې خپله موخه دطنز په ژبه تر سره کړي هغه اغیز مند کیږي . په زړونو کیښني ؛ ماغزه روښانه

کوي او مطلب لوستونکو ته دمنلو و ړ ګرځوي  نو ځکه خو ډیر ځلی د لنډو کیسو ؛ نا ولونو ؛ ډرامو

او تمثیلي پارچو لیکوال په خپلو هستونکو کې طنزي تو منو څخه ګټه پورته کوي.

پوښتنه : ستاسې په یوه طنز کې چې د (ځه چې ځو) په نامه یادیږي او په مسکو کې مو لیکلې دی، د افغانانو دردونه، ستونزې، ناخوالې په کې انعکاس موندلای دی. د دغه طنز د لیکلو انګیزه او لامل څه و؟

ځواب :

زما په اند شاعر ؛ لیکو ال او هنر مند دا چې د ظریفو ا حسا سا تو او عواطفو خاوند دی دخپلې

ټولنی دردونه ؛ ستو نزی او نا خوالی دنورو وګړو په پرتله ژور او روښانه ویني او تری اغیز مند

کیږي او بیا په شعر ؛داستان ؛ انځور یځو هنرونو کې ؛ د تیا تر په نندارو کې هر یو یې په خپل اړونو

او تک لورو پخلی کوي او ټولنی ته یی وړاندی کوي ؛ ځما دغه طنز ته ورته لیکنی هم دلته په روسیه کې زمونږ د ګډوال ژوندانه یوه ریښتنې هنري بیان دی چې  ما غو ښتی دي دلته زمو نږ دوطنوالو

ستونزی د طنز په ژبه انځور کړ م .

 پوښتنه : همداسې ستاسې په یوه بل طنز کې چې د (دا سړی په څه دی) په نوم یادیږي . انورشاه د یو کلیوال ساده سړي خو د لوړو زده کړو خاوند په توګه د خپل طنز د قهرمان په توګه انځور کړې دی .دی د مترقي او علمي اثارو په لوستلو دې نتیجې ته رسیږي چې په  خپل هیواد کې خپلو خلکو ته خدمت وکړي، خو کله چې دی مقام او دولتي قدرت ته رسیږي ټولې خپلې موخې او هیلې هیروي . ستاسې په اند په داسې حالاتو کې کوم فاکتورونه دی دې ته اړ باسي چې په ناوړه توګه د قدرت نه استفاده وکړي؟

ځواب :

 ( په ده څه شوی دي ؟  ) په نامه طنز کی هغه بدله څیره چې د لوید یز د فرهنګ د یرغل ښکا ر

شویدی  او اوس یې کړه وړه چاپیر یال  دکوره نیولی تر کار ځایه  ټو ل هک پک کړي ان تر دې جې

کورنیی ګومان کوي چې چا  پری کوډی کړی دي .(  دی خو داسی نه وو ‌‌‌!) ‌ هو دا ګوډی هماغه د پردي فر هنگ دود او دستور په  جامه کې نا موزونه راوتل دي چې ټولنه یې د سالم  عنصر په تو گه 

نه مني او پر ی ملنډ ی وهي ؛ دا څیرې زمونږ په ټولنه کې  لږی نه دي .

پوښتنه : تاسې یو وخت په هیواد کې په رادیو افغانستان کې د ډرام او دیالوګ په څانګه کې کار کاوه.مهرباني وکړئ د خپلو کارونو او فعالیتونو په اړه په هم هغه وخت کې په لنډه توګه معلومات راکړئ؟

ځواب :

په کابل پوهنتو ن کېي د زده کړو په څنګ کې مې دافغا نستان  درادیو تلو یزون د هنر اوادبیاتو

دپښتو د ډرام او دیا لوک په څا نګه کې همکا ري درلوده  ؛په نما یشنا مو ؛ رادیو ډرامونو ؛ پر له پسی

داستا نو نو کې مې دلوبغا ړی په تو گه خپله هنري تنده ما توله چې کا ل دوه وروسته مې

د دغو رادیو ډ ارمو نو ؛ پر له پسی داستا نو نو ؛ رادیو یی نندارو او تلو یز ونی نندارو په لیکلو پیل

وکړ . د لته په ځا ن فر ض ګڼم چې دخد ای بخښلي امین افغا ن پور؛ ښاغلی داود فاراني او فریده جانې

انوری چې هغه وخت درادیو دهنر او ادبیا تو د اداری مشره  وه،  منندوی ووسم  چې په خپلو

لار ښونو یې زما لا س نیوی کړی دی  ؛ ما د دوی  په هڅونو نړیوالو ادبیا تو سره پیژ ند ګلوي

تر لاسه کړه چې دیو شمیر با ند نیو لیکوالو لیکلی نما یشنا می ؛ لنډ ی کیسی . طنزونه  د دري ژبی

څخه پښتو ته وژ با ړل  چې درادیو تلو یزون  دهنر او ادبیاتو دخپرونو له لاری خپری  شوی  دي .

دساری په توگه د دغو اثار نو مونه مې په یاد دي چی ما ژ باړلی دي او رادیو یی یا تلویزونی

خپرونو ته می چمتو کړی وي .  د پاول انتوان چیخوف [دالو بالو بڼ ]  دفرانسوی لیکوال مولیر دخسیس

په نامه کمیدی ؛ دماکسیم ګو رکي  دمو ر په نامه ناول ؛ همدا شان روسی کلا سیک لیکوال تورګینف د

لو مړ نی مینی ) رومان او امریکی کلا سیک لیکوال جان اشتن بیک د( انسا نان او مو ږګا ن ) ناول  .

      همدا شان د روسي کلا سیک لیکوال انتو ان چیخو ف دوه دري طنزي لیکنی چې تر ټو لو یې د 

( اصیل سپی ) طنزي لیکنه چې نژدی څلویښت دقیقی لنډ  کمید ی فلم تری جو ړ شو چې حاجی محمد

کا مران یې مرکزي  رول لوبو لی وو زما په یا د کې لا ژوندی دي . د دریو هنر ی فلمو نو سنا ریو

ګا نی هر یو( تنکی هڅی ) ؛  لنډ فلم (کا غو ش چي ) ؛ او وروستی (دمعجزه څر ګندونکی هنداری ) ما

لیکلی وي چې ښاغلو سعید ورکزي ؛ داکتر واحد نظري  اورحمت الله خو ستي دایرکت کړی وي .

پوښتنه : يو شمير شاعرانو او ليکوالو د خپلو څيړنيزو او نوښتګرو کارونو او فعاليتونو لپاره د بهرنيو ليکوالو اثار،  شعرونه او طنزونه ژباړلي دي ، ستاسې پر اند د بهرنيو اثارو ژباړه او يا زمونږ د اثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغيز لري؟ او دا راته ووياست چې تاسې بهرني اثار ژباړلي او کنه؟

ځواب :

  علمي ؛ هنري او ادبي اثار که د یوې ژبې نه بلی ژبې ته ژبا ړل کیږي په حقیقت کې ژبا ړل

شوی ژبه پری درنیږي او علمي دریځ یې بډ ای کیږي . نن هغه ژبې بډای شمیرل کیږي چې دنړۍ علمي ؛ هنري اوادبي  شهکا رونه پری لیکل شوي او یا ورته ژبا ړل شوی دي .  دبد ه مرغه پښتو

ژبې ته په دې برخه کې لږ کار شوی دی ځکه نو دنورو ژبو په پرتله نیستمنه پا تی ده .

هغه څه چې دبهرنیو لیکوالو اثا ر دري ژبې نه پښتو ته ما اړولي هغه ته مې په تیری پوښتنی کې اشاره کړې ده .

پوښتنه  : تاسې د ادبي نقد او کره کتنې او د ادبي او فرهنګي مرکزونود جوړولو په اړه په هېواد کې د ننه او بهر، چې د نورو ادبي څانگوالو تر څنگ واکیالي (باصلاحيته) څانگپوه کره کتونکي غړيتوب و لري، څه لید لرئ؟

ځواب :

د ادبي او هنري پنځونو د روغی ودی له پاره کره کتنه لکه دیو نا بینا له پاره د لاس لکړه یا امسا ده چې کندی ته یې د غور ځید و څخه بچوي . که چیرې دادبي هنري پنځو نو هستو نکي وپوهیږي چې داسې

مر کزونه شته چې د دوی پنځو نی د کره کتنی ذره بین لاندی نیسي کمزوری او نا سمی خوا وی یې جو توي او د سمو او منل شوو ادبي او هنري معیا رو نو په تله یې تلي نو پا یله به یې دا وي چې  د

دغو ادبي او هنري اثار و هستونکي به په ډیر ژور غور دیو ادبي او هنري اثر لیکلو یا هستولو

ته زړه ښه کړي . نن مها ل د نقد یا کره کتنی نشت یوه لویه تشه ده . 

دغه تشه ما د( نو ی لیکوال )  په نامه  په خپل یو طنز کې په ډاګه کړې د ه .

پوښتنه  : آیا تاسې د یو طنز لیکونکي په توګه په طنزي مجالسو او د طنزي لوبو په غونډو کې ګډون کړې او که نه؟ کمو ګډون کړئ دی کومې لاسته راوړنې مو لرلئ؟

ځواب :

زه  په شپیتمو کلونو کې د افغا نستا ن دلیکوالو اتحا دیه د طنز دڅا نګی غړی وم هلته به مې په

ځینو ادبي غو نډو کې خپل طنزونه  لوستل ؛ همدا شان دافغا نستا ن دکار کونکو ملی اتحادی

فرهنګي مرکز چې ما یې مشري په غاړه درلوده په هره میاشت کې به مو ادبي او هنري بنډارونه

جوړول په دغو ادبي بنډارونو کې به مې دهیواد د نورو لیکوالو تر څنګ خپل طنز ته ورته

لیکنی لوستی . په هماغه کلونو کې کلنی ادبي کانکور کې زما د ( پردی )په نامه طنز دویمه درجه

جایزه وگـټله  ؛ او اوس کله نا کله دګډوا ل ژوندانه په چاپیریال کې په ځینو غونډ و کې خپل دزړه بړاس

دطنز په ژبه وبا سم .

پوښتنه : په هیواد کې د ننه او بهر کوم نامتو طنز لیکونکي ستایې. د کومو بهرنیو او په هیواد کې د ننه لیکوالو آثار مو مطالعه کړې دي، د هغوی د آثار اغیز پر خپلو لیکنو څه ډول ارزوئ؟

ځواب :

ټو لو عز یزا نو چې د طنز لیکنو  تکل کړی دی او په دې برخه کې خپل وړتیا  ازمایی ټول

دستایلو وړ دي، خو د دوی څخه مخکښی څیری په بهر کې چې زما یې طنزي تومنی خوښیږي

ښاغلی محمود نظري ؛ بصیر پا کزاد ؛ وحید صمد زی او د ننه په هیو اد کې جلا ل نوراني ؛

کاتب پا څون دی ؛ منم چی نوی نسل طنز لیکو نکو به د هیو اد بهر او دننه په زړه پوری طنزي پنځونی

لرلی وي دا به زما لټتیا وي چې ما یې په لوستو سترگی نه دي خوږی کړی ؛ ما د دغو بهر نیو لیکوالو

طنز ی اثار لوستی دی : عزیز نسین؛ ا نتو ان چیخو ف ؛ مولیر ؛ عبید زاد ګا نی ؛ اوبلغا ریایي طنز

لیکونکو طنزونه  چې ښا غلي زلمی نورا نی دري ژبی ته اړولی وو ؛ او د دغو هیواد والو لیکوالو

طنزي لیکنی می لو لستی دي : ارواښاد ګل پا چا الفت:؛ ارواښاد عبدا لمننا ن ملګری؛  ښا غلی کا تب

پا څون ؛ میرزا علم حمیدي ؛ محمود نظري ؛ داکتر واحد نظري :؛ استا ذ طلا حبیب زی ؛ او د دري

ژبی لیکوالو : جلا ل نو راني ؛ بصیر پا کزاد ؛ دستګیر نا یل ؛ فا روق عطا یي ؛ حمید مفید ؛

وحید صمد زی ؛ ها رون یو سفی ؛ اروح ښا د رازق فاني چې د دوی دټولو ښو طنزونو څخه مې

ګټه اخیستی ده .

پوښتنه : هر لیکوال ته خپل آثار ډیر خوندور او په زړه پورې دي، خو بیا هم یو شمیر لیکوال په خپلو آثارو کې خپل یو شمیر آثارو ته غوره والې ورکوي . تاسې په خپلو آثارو کې کوم اثر زیاتره خوښوئ؟

ځواب :

زما په باور هغه ادبي او هنري اثر چې په ټولنی کې د خلکو پام ورته واوړي دا په دې معني ده

چې اغیزه یې شیندلی ده ؛ زما دشپیتمو کلو نو طنزي لیکنو کې د ( پردی ) په نامه طنز چې په

کال (1366) لمریز کې یې دویمه جایز ه وګټله او په اویاومو کلونوکې ( پردی ږیره) په نامه او په

ورستی لسیزه کې د ( ځه چی ځو ) په نامه طنز چې زمو.نږ د کډ وال ژوند انه  دستو نز و سر ه تړاو

لري او دلته  په مسکو کې زما د وطن والو خوښ شوی وو ؛ او کله چې روسي ژباړه یې د روسي

دلیکوالو اتحا دی منشی ولوست د تر خی خندا تر څنګ یې دخپل هیواد پولیسو نا جایزه کړنو ته یې

تو کړل ؛ پور تنیو طنزونو اغیزه  ما تر نور و ښه احسا س کړې  نو طبعي خبره ده چې زما هم

خو ښ شو ی دي .

پوښتنه : کوم  طنزونه  مو د رادیو او تلویزون په خپرونو کې خپاره شوې دي؟

ځواب :

زما طنزي لیکنې  دافغا نستا ن د رادیو تلو یزون په خپرنیز ارگان (اواز ) مجلی ؛( انیس )

ورځپاڼی او د رادیو تلو یزون د هنر اوادبیا تو ادا ری په خپر ونو کې خپریدی .

پوښتنه : په هیواد کې د ننه او بهر په رایو او تلویزون کې یو شمیر طنزي برنامې خپریږي، تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟ او  د رادیو او تلویزون د یوپخواني او آزمویلي غړي په توګه کومې لارښونې او سپارښتونه لرئ؟

ځواب :

هو ؛ په هیواد کې د ننه او بهر تلویزوني خپرونو کې خند ني او تفریحي خپرونې دخلکو دورځنی

ستړ یاوو د دمه  کولو په غرض خپریږي ؛ هلته ډ یر ځلی دهنرمند موخه د خلکو خندول دي

او کله هم دخندا سره ډیر لږ سکنډ ل هم ملګری وي چې دطنز پولی ته رانژدی کیږي ؛ بله دا چې دغه

ټوکی او مسخری په لویدیزی ټو لنی کې دخپل ولس د اروح  پوهنی او فرهنگي ارزښتونو سره په

انډ ولتیا خپریږ ي ؛ خو دبده مرغه زمو ږ په ځوانو تلو یزوني خپرونو کې دا اصل د نه پا م کې نیول

د ابتذ ال پولی ته رسیږي او دهجو او هزل د بازار متاع ګرځي ؛ په داسې حال کې چې طنز یو

ظریف هنر دی چې دبې خوندو ټوکو او سپکو فکاهیو څخه پا ک او منزه دی ؛ د طنز خندا سړی

خند وی او بیا یی نا خوالو ته سترګی پرانیسی او فکر کولو ته یی ا ړ باسی . هیله ده چی زمونږ ه

تلویزوني انتقا دي خپرونی په ښه هنري انداز یا دی شوی طنزی تومنی ولري .

پوښتنه : زموږ په هیواد کې طنزي آثار د خپلو ځانګړو مزایاوو او په خلکو یې د اغیز  زیاتې کچې په درلودلو سره بیا هم په پښتو ادب کې څنګه چې لازمه ده خپل ځای نه دی موندلای . ستاسې په اند د دې لامل دک و دلیل څه دی؟ تاسې د یو ښه طنز لیکونکي په توګه په دې اړه څه لارښونې لرئ؟

ځواب :

طنز او طنزي لیکنی د خپلو تعریفا تو په پام کې نیولو سره زمونږ په هیواد کې خو لا پریږده په

سیمه کې ډیر اوږد عمر نه لري ؛ په تیره بیا د پښتو په ادبي بهیر کې خو ډیر ځوان دی ؛ هلته کو زه

پښتو نخوا کې یې ځینی سړیکی یې تر ستر ګو شوی دي خو هغسې چې نننی تعریفا ت او قاعدی

یې غواړی چندانی ور سره سمون نه لري .دا چې ولې طنز دپشتو په ادب کې ځای نه دی موندلی ؛ زما

په اند طنز هغسې چی ښایي ټولنی ته  تر اوسه نه دی ور پیژ ند ل شوی ؛ دلیکوالو په اتحا دیو او

نورو ادبي کړیو په فعا لیتونو کې څرنګه چې شعر ؛ لنډه کیسه ؛ او نورو بر خو لوستو او اور یدو

غونډی او بنډارونه جوړیږی او په رسنو کې خپریږی طنز ورنه بې برخی دی ؛ هیله ده چې

دننه په هیواد کې او بهر دې  نیمگړتیا ته ادبي اوهنري کړی سترګی پر انیسي .

پوښتنه :تر هغه ځایه چې  زه خبر یم ستاسې یو شمیر لیکل شوي نا چاپ آثار د کورنیو ورانونکو جګړو په وسیله په هیواد کې د ننه  سوزیدلې دي . مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟

ځواب :

هو ؛ دکور ورانونکو جګړو په لمبو کې چې د مجا هد ونو دښمنو ډ لو تر منځ پیل شوی وی د

ژوندانه دسلگونو هستیو سره یو ځای زما دغه ادبي هنري زیږونی چې لسګونه تلویزوني او رادیویي

نما یشنا می ؛ رادیو ډرامونه او د رادیو پر له پسی داستا نو نه اواتلس عنوانه طنزونه چې چاپ ته چمتو

شوی وی ایره سول . د کډ وال په خپه چاپیر یال کې یې تر اوسه یا دوم او په دې لټه کې یم که چیرې

زوړ ذهن راسره ملګرتیا وکړي بیا یې ولیکم .

پوښتنه : ستاسې د شپیتمې کلیزې په ویاړ په مسکو کې یوه درنه او پرتمینه غونډه جوړه شوېي وه. هیله من یم چې په دې برخه کې خپل معلومات راسره شریک کړئ.

ځواب :

د (۲۰۱۳) زیږدیز کا ل د فبر وري په (15) نیټی زمونږ دکاري مرکز دفرهنګي کمیټی کاري پرگرام له

مخی دلته په مسکو کې دافغا ن لیکوالو او شاعرانو او دروسی دلیکوالو د اتحادی ښاری او ولایتی

څانګو د لیکوالو او شاعرانو سر ه په ګډه [ دافغا نستا ن او روسی د ادبیاتو ما ښام ] په نامه یو ادبي

بنډار جو ړ شوی وو ؛ ددې ادبي بنډار موخه د روسی دلیکوالو د اتحا دی منشی ښاغلی خا ندیکوف

دپنځو سو روباعی ګا نو ژباډ وه چی افغان لیکوال ښاغلی رحمت الله روند له خوا تر سره شوی وه .

په دغه غونډ ه کې د دواړو له خوا په روسی او دري ژبو دغونډی ګډونو الو ته ولوستل شول چې

وروسته بیا افغا ن او روسي شاعرانو خپل شعرونه ولوستل . څرنګه چې دغه ورځ زما د زیږیدو د

 (۶۰) کالیزی سره سمو ن درلود د روسی دلیکوالو اتحادی مشر تابه ډلی اوپه مسکو کې میشتو افغان

فرهنګیانو اودگران هیواد نه زما عزیزانو اوهیواد نه بهر فرهنګیانو په مخامخ مبا رکیو او په

رالیږل شویو مبا رکیو یې زه منت بار کړم ؛ او د روسی د لیکوالو اتحا دی ولایتی څا نکی زما د

څلویښت کالو فرهنګی فعالیتو نو په ستاینی دهغه اتحا دی په لوړ مډال وویاړلم .

پوښتنه : تاسې ديو طنز لیکونکي  په توګه  زموږ د هیواد اوسنی سياسي، تاريخي اوکړکيچن حالات څنګه څيړئ،  اوزموږ لیکوالو او طنز لیکونو ته چې د هیواد هر پدیده یوه سوژه ده  څه وړانديزونه لرئ؟

ځواب :

دهیواد روان کړکیچنی جاری لویه غمیزه ده چې د ګا ونډ یو او لیرو پرتو هیوادو د سیا ستو نو په تقابل

کې د خپل ستراتیژ یک موقعیت په درلودلو سره زمونږ په هیواد او خلکو تپل شوی دی او دا دی هر ه

ورځ تری قر با نی اخلي .  دهیواد هر وطنپا ل بچی ته ښایي چې په هر شان چې کولای شي د دغی

ناوړین د ماهیت څر نګوالی اوکورني او باندني لوبغا ړي خلکو ته ور وپیژني ؛ لیکوال ؛ شاعر ؛

انځور ګر ؛ طنز لیکونکی او سنیما ګر او نو ر د پورتنی موخی له پاره  ډیری سوژی موند لی شي

چې په خپل ادبي او هنري وړتیا یې وروزي او دخلکو زړونو ته یی ورسوي .

پوښتنه : ستاسې پيغام د يو ليکوال په  توګه دلر او بر پښتونخوا او په بهر کې ځوانو ليکوالو ، شاعرانو او طنز لیکونکو ته څه دی؟

ځواب :

زه دځوانو لیکوالو څخه چې په هیواد کې میشت دي او که جلا  وطنه دي غواړم تر لیکلو د مخه

لوستلو ته لیوال شي ؛ په لوستلو پوهه  بډایه کیږي او کله چې یې د پوهی په گاڼی ځان سینګار کړ بیا

یې د  قلم  څخه مرغلری څا څي ؛ لوستل پای نه لري. زما په اند ډیر لوستل لږ لیکل به ښه وي .

 ګران او قدرمن ننګیار صاحب ستاسو نه د زړه له کومې مننه کوم چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل.

ستاسو نه هم ډیره ډیره مننه.    

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود