ب. مومن

 

وېره

 


د دروغواو ریاود تود ډگره له رشتیا وېریږم
لکه مارچیچلیی له آسمان و ریسمان وېریږم 
یو له بی قولویارانو، بل له نیمه لارو خلکو
خو زه دبی پتو چاپلوسولاس بوسان وېریږم 
څوک د ژوندانه له کړنگو اوگړنگوڅخه 
زه وس دنازولود نازو کرشموو درشن وېریږم 
وس دومره می ویلی دحق اوباطل داستان 
هان په خوب کی دپردیو د تیری پر افغان وېریږم 
په لاره ځم له ډ اره ووېره سره په احتیاط
ځکه دنامردو اوتهمت گرو بی وجدان وېریږم 
ځان می ګوت ته کړی له رنگ او رنگبازانو
دشه یادونو په خیال دبی پاسو نامردان وېریږم 
اورم هر څه په غوگو، وینم هر څه په سترگو 
زه دسر كوزوچاپلوسو و حراميان و ېریږم
سترگی می لالاهانی دی دیو انسان په لته 
زه د بی فرهنگه حیوان صفته انسا ن وېریږم