ارواښاد ملنګ جان زموږ دهیواد خوږ ژبې، حماسي او اولسي شاعر:

ماد ارواښاد ملنګ جان یو شمیر شعرونه د انځور په شکل ترتیب کړې دي ستاسو دادب مینه والو پام ورته را  اړوم .

 

غزل

که په عشق کې مزې غواړې لوغړن لکه پتنګ شه

پس له مرګه به ښايسته شې سوداګر د نام و ننګ شه

که دې سر غواړې چې سر شي صدقه کړه سرناموس نه

که سرې شونډې د يار غواړې د خپل ځان په وينو رنګ شه

پخواني هم ستا په شان  وو ته هم پاڅيږه همت کړه

حريت  ليلی  لپاره کند کچکول  واخله  ملنګ شه

ننګيالي چې يوخوا مخ کړي په شا نه ځي که  پرې  ومري

عزم  ټينګ  ساته  په  زړه کې خپل  هدف  ته په غورځنګ شه

که ترخې له ځينو اورې  غوږ  پرې کوڼ  کړه(( ملنګ جانه))

ويښوه  ويده  زلميان  خپل،  له  نا اهلو نه په څنګ شه

شاعر : ارواښادملنګ جان

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

ملنګ شم

زه چـــــــې  راخــــــلـــمه کچکول  او ستا ملنګ شم

نــــــــوهـــــــغـــــــه ســـــاعـت به تېر تر نام  وننګ شم

نـــــــام ونـــــنـــــــګ بـــــــه وي  هغه  ځای  رانه  پاتې

بـــــه کوم ځای کې چې  زه ستا په  تومت  رنګ شم

پــــروا نـــشـــتــــه کـــه  دنـــيــــا  راپـــورې  خــاندي

مــــــا شــــــوم نه يم  چې نور  وخاندي  زه تنګ شم

ســـتــــا پــه عشق کې  که   ستي شمه  په اور کې

فـــــــــخــــر کــــانــــــدم کـــــه زه  يـــاد  لکه  پتنګ شم

مـــــا چــــــې عزم ستا  د سپين  رخسار دی  کړی

وابــــه  نـــــه  وړم کــه په  وينو کې  رنګ رنګ شم

پــــــه شـــــا تــــلـــل  د مـــېـــــــړنــيـــو  بدنامي  ده

اوس بـــــه  زه(( ملنګ جان)) څه  رنګه په څنګ شم

شاعر : ارواښادملنګ جان

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود