د ملي ولولو خاوند، هیواد پال او اولس پال شاعر ښاغلی

 عبدالوهاب سرتیر

مرکه وال : انجنیرعبدالقادرمسعود

د افغانستان په معاصره شاعرۍ کې زموږ تکړه او خوږ ژبې شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر هغه ملي، ټولنیز او ادبي سټه ده چې د ده  د نوم سره زموږ د ادب او فرهنګ مینه وال آشنا دي.

ښاغلی عبدالوهاب سرتیرد حاجي صاحب عبدالغني زوی دی چې پر (۱۳۲۸) لمریزکال د ننګرهار ولایت د سره رود په موسی زیو کلي کې زیږیدلی دی. ده خپلې زده کړې د سید جمال الدین د ښوونې او روځنې په موسسه کې سرته رسولې دي. تر ( ۱۳۵۸) لمریز کال پورې د حبیبیې  او استقلال په لیسو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ښوونکي دنده لرله، او وروسته یې په رادیوتلوږیزون کې پر کار پیل وکړ.ده په رادیوتلویزون کې د شاعرۍ تر څنګ د خپل کار په موده کې په سلګونو لیکنې ، ګذارشونه، مرکې او دیالوګونه لیکلې دي.سرتیر صاحب همداسې یو شمیرښکلې او په زړه پورې رادیویي خپرونې هم جوړې کړې دي. دی په رادیو تلویزون کې د بلابیلو خپرونو لیکونکې، ویونکې، او چلوونکې و. سرتیر صاحب لکه زموږ نور هیواد وال د جهادي ډلو ټپلود خپل منځي جګړو له کبله د جرمني هیواد ته کډوال شو، او له (۱۹۹۳) زیږدیز کال راهیسې په جرمني کې د پردیسې ژوند تیروي.

له (۱۳۴۳) لمریز کال راهیسې د ده شعرونه د هیواد په مطبوعاتو کې خپره شوي او خپریږي او ده خپل قلم په دې لاره کې  اوچت ساتلی دی.

ـ ښاغلی ډاکتر صاحب ببرک ارغند چې زموږ دهیواد یونومیالې، او وتلې ژورنالیست، نوښتګر او نامتوداستان لیکونکې دی، په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي سرتیر د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه داسې کښلي دي:

(جناب عبدالوهاب سرتیر را از سالیان پیشین میشناسم و با آثارگرانبهای شان آشنایی دارم. اگر اشتباه نکنم  اولین بار در سال سیزده چهل وهشت  بود که با آثار ایشان آشنا گردیدم.

از جناب سرتیر افزون بر  دفترهای  شعر ، مقالات ، گزارشها و مصاحبه های  ارزشمندی هم  منتشر شده اند . ایشان از برنامه سازان و گوینده گان خوب رادیو تلویزون کشور بشمار میروند. سرتیر نام شناخته  شده یی در ادبیات پربار ماست . اشعارش بیان گر دردها و نیاز های  محرومان کشور است .  وطندوستی ، شایسته سالاری و خدمت و عشق ورزیدن به انسان جوهر کلامش را میسازد . سرتیر عاشق کشور  و مردمش است  و این عشق را با کلام زیبا ، مستحکم و مملو از شور وهلهله بیان میدارد.)

د ښاغلي عبدالوهاب سرتیر چاپ شوي آثار دا دي:

- څیرې ګریوان پر(۱۳۷۷) لمریز کال.

- د کوثر جام پر (۱۳۷۷) لمریز کال.

- د څپو ژبه پر (۱۳۷۸) لمریز کال.

- سوی ډاګ پر (۱۳۸۰) لمریز کال.

- چینه پر (۱۳۸۰) لمریز کال.

ـ همیانې پر(۱۳۸۰) لمریز کال.

- بڼ پر(۱۳۸۴) لمریز کال.

ـ غرونه پر (۱۳۸۵) لمریز کال.

ـ سمندر پر(۱۳۸۸) لمریز کال.

- زاړه زر پر (۲۰۱۰) زیږدیز کال.

او همداسې یو شمیر ناچاپه آثار لري، چې ډیر ژر به چاپ شي.

ـ ښاغلې عبدالهادي هادي، چې زموږ د هیواد یونوښتګر، خوږ ژبې او با احساسه شاعر او لیکوال دی، د ښاغلي سرتیر د شعر او شاعرۍ په اړه داسې وایي:

(سرتیر صیب له شپیتمو کلونو ، له هغو وختونو چې ګران افغانستان او کابل جان لا نه وو وران، له هغه وخته چې د انسان په جامه کې لیوان زموږ پر ښارونو نه وو راشیوه شوي او له هغه وخته چې زموږ هست و بود لا نه وو تالا شوي، پیژنم او له شعرونو سره یې آشنا یم.سرتیر صیب له موږ نه د وړاندیني نسل شاعر دی او شاعري یې په لږ توپیر زما د عمر همزولې ده.د سرتیر صیب شاعري وطن او وفاق ته د یوه متعهد،د یوې لارې د درلودونکي او د یوه ستر ارمان د پالونکي انسان له زړه نه راوتلې آهنګینې او موزونې ساندې دي چې د خپل نسل د زیاتره شاعرانو تر پنځونو یې زموږ د روانې اوږدې غمیزې ښکاره او روښانه انځورونه ګڼلای شو.

ماته هغه وختونه یاد دي چې موږ تر هوش زیات د جوش زلمکي وو او د سرتیر صیب د شعر ویلو ځانګړي انداز به مو وینه په جوش راوستله او د وطنپالنې جذبې به یې راکې راویښولې. زه په خاص ډول د هغه د مهربانیو او هڅونو منندوی یم.

سرتیر صیب لکه څنګه چې خپله په شخصي مراوداتو او راشه درشه کې تصنع او ټګي برګي نه پیژني او د ساده او رښتیني پښتون شخصیت ذهنونو ته تداعي کوي همداسې یې شعرونه هم له دومره صمیمیت نه ډک دي چې رسا پر زړونو اغیز کوي.

په افغانستان کې د وروستي نظام تر سقوط او د تنظیم شاهۍ تر پیل لږ دمخه یا وروسته سرتیر صیب هم په اوبلنو سترګو له وطن نه ولیږدیده اوزموږ د مهاجرو له لوی کاروان سره یو ځای شو، ډیر کلونه یې له هڅو نه ووم خبر ، خو په وروستیو کلونو کې یې دا دی له نیکه مرغه له اروپا نه شرنګیدلی غږ اورم او ورته خوشاله یم چې زموږ دا پاک زړی او صمیمي شاعر لا هم له شعر سره یاري پالي او لا هم تر پخوا په ډیر زوږ او شور د خپل مهاجر زړګي ساندې په خپل رسا غږ تر خپلو مینه والو رسوي.

زه پوهیږم چې د سرتیر صیب او شعر اړیکه آماتوره نه ده بلکه هغه خپل شعر ته ریاضت کوي او همدې ریاضت د هغه شعر ته داسې یوه ښکلا وربښلې چې که څوک د پښتنو په جغرافیه کې د رزمی او حماسي شعر څیړنه کوي نو غواړي که نه غواړي د سرتیر صیب تلپاتو پنځونو ته به تم کیږي.په دې لنډ تنګ وخت کې نه شو کولای د سرتیر صیب په شان یوه لوی شاعر پر شاعري هراړخیزې خبرې وکړو، زه د هغه پر شعر خپلې خبرې بل وخت ته پریږدم او فقط خپل دغه حقدار مشر ته اوږد عمر غواړم او لاسونه لپه کوم چې څښتن دې یې نه بې شعره کوي.)

ـ په رښتیا سره چې د ښاغلي سرتیر په شاعرۍ کې ملي ولولې اوجذبې، پاک او سپیڅلي وطني احساسات، بشر دوستي، د انسان او انسانیت سره، د پښتون او پښتنولي سره ژوره مینه او خواخوږي د شاعرانه ملي احساساتو په څپو کې له ورایه راڅرګندیږي، او همداسې د ده په شاعرۍ کې د انساني او اخلاقي موضوګانو نور اړخونه په ډیرو ښکلو انځورونو کې ترسترګو کیږي.

دبیلګې په توګه د ده دابیتونه لولو:

موږه په لوی لاس بربادي راولو

چې کور او کلي ته پردي راولو

خلک غاصب لښکر له خاورې باسي

موږه غاصبین کورته عادي راولو

تاریخي ننګ دی چې د بل په مټو

افغانستان ته آزادي راولو

په تاریخي غرور مو لوبې کیږي

نوم ورکوو چې آبادي راولو

****

اویا:

د وطن د مور د پیو بیه ننګ دی

د هیواد له غلیمانو سره جنګ دی

د پښتون مقابله کې امان غواړي

اوریدلی یې چې چا د تورې شرنګ دی

****

اویا:

ډیرو جګې کړي لرو بر شملې

پوه نه دي په دې چې غواړي سر شملې

لویږي ګیدړانونه په منډه کې

لوې غواړي عظمت لکه دغر شملې

زه یې د پښتون د سر معراج ګڼم

دغه شان اوچت غواړي نظر شملې

دا وطن که کور د شمله ورو دی

چګې دې وي تل د دې ټبر شملې

****

او یا :

خیاله بدرګه مې کړه جانان ته ځم

سوی په اور ډاګ یمه باران ته ځم

ما له دې وحشي ځنګله وباسه

مینه چې په کې وي بیابان ته ځم

بل چیرته مې ژوند چا سره ونه شو

کور د پلار نیکه افغانستان ته ځم

****

اویا:

موږ د همدې څانګې ګلونه یو موږ مه بیلوه

لکه دا ستوري سره وروڼه یو موږ مه بیلوه

زموږ په زړو کې د یوې مینې څراغ بلیږي

د یوې مینې ارمانونه یو موږ مه بیلوه

اوس خو مو دلته اړولي چړې مه راښیه

ټول د یوې زنې خالونه یو موږ مه بیلوه

زمونږ ټولو مراد یو دی چې ډیوې بلوو

ګډې زارۍ ګډ تکلونه موږ مه بیلوه

مونږ په خپلو کې ټول عمر سره مینه کړې

دخدای لپاره مین زړونه یو موږ مه بیلوه

زما سرتیرد وطن خاوره څه چې غرونه وایي

موږ د همدغه وطن غرونه یو موږ مه بیلوه

****

او یا :

که سره یو نه شو تبا تبا یو

په ټول جهان کې به رسوا یو

مخ به مو تور وي د ابد لپاره

ټول به نفرین او خندا خندا یو

****

اویا:

ډیوې د شهیدانو په مزار وینې بلیږي

د مینې د وفا او د ایثار وینې بلیږي

توې شوې په دې هره لویشته خاوره زموږ وینې

جنډې د سرو غاټولو په بهار وینې بلیږي

دلۍ دلۍ سرونه په وطن مونږه ورکړي

غلیمه چې ړوند نه شې په دې لاره وینې بلیږي

یوازې هدیرو کې په قبرونو نه دې بلې

زمونږ په هر کور او په هرښار وینې بلیږي

سرتیره په تاریخ کې دا لومړی ځل زموږ نه دی

ډیوې په دغه خاوره په تکرار ډیوې بلیږي

****

اویا:

له کومه راغلې دا وږمې چې ځینې وینې څاڅي

اورمه بیا ټپي نعمې چې ځینې وینې څاڅي

دکوم شهید ارمان سینه ده په ګولیو سوری

بار دي  د هیلو جنازې چې ځینې وینې څاڅي

باده چلیږه خو په څنګ له دغې تورې تیارې

له دغه تور ماښام او شپې چې ځینې وینې څاڅي

نن چې په وینو ده لړلې ما به نه ورولې

فضا دښار او میکدې چې ځينې وینې څاڅي

****

او یا : 

له ما نه مه پوښتۍ چې څوک یمه او چا پسې ځم

د رڼا څرک معلومومه په رڼا پسې ځم

پل په پل ستوري د اسمان تعقیبوم هره شپه

زه په دې تورو تورو شپو کې په سبا پسې ځم

ما داغزو د پاسه کړي مزلونه دي ډیر

چې اوس د ګلو د ښایست په تماشا پسې ځم

نیمه خندا یې چې باڼه سترګې په ځمکه ګنډي

د هغو ښکلو پښتنو سترګو حیا پسې ځم

چې ماته پته راکولی شي د یار دکوڅې

دا لیونې دی زما مشر زه یې شا پسې ځم

سرتیر له ډلې د رندانو سره ژبه وکړه

چې زه نه په شیخ نه په صوفي او نه ملا پسې ځم

****

  اویا:

د بې مالیاره باغ خزان ګل یمه

اخته دمینې په هجران ګل یمه

اوبه روانې زه له تندې مرمه

په باغ کې شین د بیابان ګل یمه

اوریځې راشي خو باران نه اوري

زه د ږلیو او توپان ګل یمه

لکه بې کوره یو غریب مهاجر

په پسرلیو کې تالان ګل یمه

****

  اویا:

ماتې د لمر اوښکې په لمنه کې د شپې شولې

ګورې دا تیارې چې په رڼو ستورو رڼې شولې

ورځ یې په خندا شپه په ژړا موږ ته راکړې ده

نه دا چې په شپه کې د خندلو هیلې مړې شولې

هر چا چې خندا او ژړا  دواړه زده له لمره کړې

خامې ارادې یې که پخې نه وې پخې شولې

****

اویا:

د ارمونونو په چمن مې چې طوفان ولګید

اور په لمنه کې له ویرې د خزان ولګید

زما د خوار او کړیدلي زړه په غوړو روښان

څراغ په زړه کې د ګلۍ او د باران ولګید

اسمان یو کاڼی را ګوزار کړخپله سیل ته کیناست

بخت له هر چانه بچاوه زما په ځان ولګید

تقدیر ظالم دی چاته خپله برخه نه ورکوي

داغ د لاله و خو په زړه د ارغوان ولګید

****

اویا:

د وفا په تمه زوړ شوم ما وفا و نه لیده

ټګه برګه زمانه ده ما رښتیا ونه لیده

غوړولې تورې شپې ده په دنیا خپله لمنه

چې رڼا مو دې تیارې کړي ما رڼا ونه لیده

په ژړا راغلو نړۍ ته په ژړا باروو کډې

زاره چاوده دې کوچو بار کې ما خندا و نه لیده

****

چې تر څو انسان له یو بل کوي کرکه

په لمبو کې به د شخړو سوځي ځمکه

غوړولې به ماتم خپله لمن وي

نیکمرغي به وي د تل لپاره ورکه

****

- سرتیر صاحب په خپلو شعرونو کې خپل خیالونه او آندونه په ډیره روانه او خوږه ژبه انځور کړې دي. د ده په شعرونو کې د پاکې او سپیڅلې مینې راز او نیاز، حسن او جمال د طبیعت د مناظرو ښکلاپه ډیر هنري شکل او انداز سره بیان شوې دي. د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

ډالۍ د پاک الله د محبت ده دا نړۍ

د مینې پیرزوینه ده جنت ده دا نړۍ

ښکلا د کایناتو او د ټولو سیارو ده

شین خال په سپیره ټنډه د خلقت ده دا نړۍ

رڼې چې د هر چا په مینه سترګې وي پوهیږي

مزې دي په دې ځمکه کې لذت ده دا نړۍ

****

او یا:

لرې لرې ژړا لرې ! له خندا سره مې پریږده

موده پس بیا سره ګورو له اشنا سره مې پریږده

پل پر پل مدام روان وم له بهیره سره د اوښکو

تورې شپې مې زړه خوړلی، له سبا سره مې پریږده

پیدا کړې خدای مین یم، زړه مې ډک له محبته

دا مې هیله ده، دا غواړم، له ښکلا سره مې پریږده

****

او یا :

سوزیدل دي کړیدل دي جرمانه زما د مینې

شوه دښمنه لویه خدایه زمانه زما د مینې

بیګاه ټوله شپه په ویښه د سپوږمۍ رڼا ته ناست وم

ستورو یو بل ته  ویله افسانه زما د مینې

بې پنا لکه مجنون شوم د غربت په سوي ډاګ کې

بیلتانه ظالم لوټلې خزانه زما د مینې

****

او یا :

نوی نغمه ده څڼې اچوه ګډیږه راته

په ټول وجود درته غوږ غوږ یمه غږیږه راته

چې لږ مې وغوړیږي هیلې د خندا په زړه کې

راته موسکئ شه راته وخانده غوړیږه راته

د بیلتانه د خونړي ماښام په تور لمن کې

بله ډیوه شه راروانه شه بلیږه راته

****

او یا :

په تورو سترګو کې دا څه د قیامت لمبې دي

زړه له ایمانه سره وړي د محبت لمبې دي

ستا د ښکلا په تماشا کې که رښتیا ووایم

بلې پر ما باندې چې ګورې هر ساعت لمبې دي

تا ته به څه ښکاري د زلفو سره لوبې زما

کوم له لومو سره عشق د اسارت لمبې دي

نن مې له تا سره وعده ده خو که را نشې ته

د انتظار ترخې شیبې په حقیقت لمبې دي

****

او یا :

ساقي جامونه راکړه خو تدبیر مه راکوه

نقشه زما دلارې او مسیر مه راکوه

مستي غواړم چې لرې شم د عقل له دنیا نه

غوټۍ نورې په ډنډ کې د دې ویر مه راکوه

ستومانه یم ستومانه تمام عمر راسره وو

ساړه ساړه اهونه نور  اسیر مه راکوه

****

او یا :

یوازې دا نه چې ساقي یمه پیالې درکوم

زما عادت دی په پیالو کې ولولې درکوم

راشه چې اور درکړم سینې نه دې تنور جوړ کړمه

له سرو سکروټو سره سین سین حوصلې درکوم

غریبي منمه خو همداسې دې سوړ نه غواړمه

د اوربټۍ زړه کې د ننه زلزلې درکوم

ویده به مړشي له زاړه خیال سره مه ویریږه

نوي خیالونه نوي نوي مرحلې درکوم

****

د سرتیر صاحب د پوره پیژندګلوی لپاره ما د ده سره یو مرکه نیولې ده چې ستاسو د ادب او شعر مینه والو پام ورته را اړوم.

سرتیر صاحب اجازه راکړې خپل سلامونه او پیرزوینې ستاسو حضور ته وړاندې کړم، او خپلې پوښتنې پیل کړم.

مننه، زه هم تاسو او ستاسو په وسیله خپل سلامونه او نیکې هیلې ټولو هیوادوالو او د ادب مینانوته وړاندې کوم او ستاسو په خدمت کې یم:

پوښتنه : ستاسې مینه او علاقه  د شعر ویلو او لیکلو سره څنګه پیدا شوه، کوم احساس، او چا  دې ته وهڅولې، چې باید  شعر ولیکئ ؟

ځواب : په تنکۍ ځوانۍ کې له ښکلا سره مینې شعر لیکلو ته هڅولې یم.

پوښتنه : د شعر د پیژند (تعریف) په اړه بلابیل لیکوال او ادیبان خپل نظریات لري، یو شمیر وایي: په شعر کې وزن، قافیه، خیال، او اندیشه د شعر ذاتي عناصر دي. ستاسې په آند شعر ته کوم تعریف ټاکلې شو.

ځواب : دشعرپه باب ټول تعریفونه او نظریات خپل وزن لري.زه کوم خاص تعریف نه لرم.

پوښتنه :  د کوموکلاسیکو او معاصرو شاعرانو شعرونه مو خوښیږي؟ او تاسې له کوم سبک او ادبي ښوونځي څخه پیروي کوئ؟

ځواب : ښه شعرکه په هره زمانه کې هر چا لیکلې او ویلې وي زما خوښیږي.د هیچا د سبک پیرو نه یم، خپله لاره لرم.

پوښتنه : ویل کیږي چې په پرتله د شعر د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر یو ښه او بریالی صنف دی. تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟

ځواب : خوندور نثر هم شعر دی، زما په آند د نثر په پرتله د جذباتو اظهار په شعري ژبه ډیر اغیزمن وي.

پوښتنه : تاسې د زوړ او نوي نثر بنسټیزې ځانګړنې څه ډول پرتله کوئ؟

ځواب : زما په آند زوړ نثر څه پیچلې او په مسجع شکل ؤ، خو ننی نثر ساده او ژر د زغم او پوهوي وړ دی.

پوښتنه : ستاسې په آند په پښتو ادب کې، د سلیمان ماکو، میا پیر روښان، خوشحال خان خټک او د منشي احمدجان د نثرونو ادبي ښوونځي د پښتو ژبې د ودي او پرمختګ لپاره څومره اغیز او نقش لوبولې دی؟

ځواب : زه د ادبي سبکونو څیړندوی نه یم. خو په خپل آند وایم چې ټولو ادبي سبکونو او مکتبونو د پښتو ژبې ودې او پرمختګ ته زیاته ګټه رسولې ده.

پوښتنه : په لویدیزو شعرونو کې شعري مبالغې ډیرې کمې لیدل کیږي او شاعران زیاتره عیني او ریښتیني واقعیتونه په خپلو شعرونو کې انځوروي. تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟

ځواب : فکر کوم په پرمختللو ټولنو کې ډیر مسایل حل دي، نو ځکه لیکوال یا شاعران هرڅه  رډ په رډ بیانوي.مبالغې او کنایاتو ته ضرورت نه پیښیږي، هر څه عیني دي.

پوښتنه : په پښتو ادب کې لکه د دنورو ژبو په ادب کې له ډیرو پخوانیو زمانو څخه اوږدې کیسې او نکلونه شته. دبیلګې په توګه : د آدم خان او درخانۍ او فتح خان بړیڅ نکلونه ، د مومن خان اوشیرینو داستان او داسې یو شمیر نور ادبي لیکونه. تاسې د دغو کیسو او نکلونو ارزښت د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه ډول څیړئ او اغیز یې پر خپلو شعرونو څنګه ارزوئ؟  

ځواب : دا کیسې او نکلونه د ډیر ارزښت وړ دي، ماهم ځنې کیسې او حکایتونوپه پښتو نظم اړولي دي.

پوښتنه : سپین، نوی او آزاد شعر د کلاسیک شعر سره څه توپیر لري؟ او دا راته وویاست تاسې په خپلو شعرونو کې کوم ډول شعرونو ته زیاتره پاملرنه کړئ ده؟

ځواب : د قافیې او بعضا د مقیدو اوزانو له قیوداتو فارغ کلام سپین شعر دی  ما په دواړو کې خپل قلم زغلولی دی.

 پوښتنه : پښتو غزل هغه ژانر او صنف دی، چې دعشق او جذباتو سره تړاو لري. تاسې دپښتو غزل اصالت او سنتي ځانګړتیاوې په څه کې وینې؟ آیا په اوسني حالاتو کې دپښتو غزل دنورو ژبو دغزل سره سیالي کولای شي او که نه؟

ځواب :غزل په لغت کې له ښکلو سره مینې ته وایي، چې د شعر په ژبه په رومانتیک ډول بیانیږي. خو نن غزل قیدونه مات کړي او حتی حماسي غزلې هم لیکل کیږي لمن یې پراخه شوې ،  بلې پښتو غزل د نورو ژبو د غزل سره سیالي کولای شي.

پوښتنه :  پښتولرغونۍ ادب دحماسو نه ډک تاریخ لري. تاسې په پښتو ادبیاتو کې او په ځانګړي توګه په شعر کې د دغو حماسو اغیزاو ارزښت څه ډول ارزوئ؟  

ځواب : ځینې کسان حماسه په شعر کې نه خوښوي، خو زما په آند دپښتو شعر ډول او ګاڼه حماسه ده.د پښتو شعر په حماسه پیل شوې دامیرکروړ بولل ه ښه مثال دی.

پوښتنه : لنډۍ زموږ د هیواد د اولسي ادب یوه مهمه برخه جوړوي او زموږ هیوادوال ورسره ځانګړې مینه او علاقه لري.تاسې په لنډیو کې مفکوره، احساسات، تصویرونه او رزمي برخې څه ډول ارزوې؟

ځواب : زه لنډۍ  دپښتو ادب لرغونې او ډیر ارزښت وړې ستنی ګڼم کومو شیانو ته چې تاسو اشاره کړې ده د لنډیو په غنا کې ډیره ونډه لري.

پوښتنه : یو شمیر شاعرانو په خپلو شعرونو کې د متلونو نه چې زموږ د پښتو ادب یوه بډایه زیرمه او شتمنې ده هم ګټه پورته کړې ده. د دغو متلونو اغیز په شعرونو کې څه ډول ارزوئ؟ آیا تاسې هم د خپلو شعرونو په لیکنو کې د متلونو نه استفاده کړې ده او که نه؟    

ځواب : په شعرونو کې په متلونو اتکاء شعر مستند کوي او زه یې له هر پلوه تایدوم، له ټولو مهمه دا چې د متلونو ژوند اوږد وي.

پوښتنه : ارسطو وایي: (دشاعر وظیفه د اسطورې جوړول دي). ستاسې په آند شعر له اسطورې سره څه تړاو لري، او اسطورې په پښتو شعر کې څه ارزښت او اغیز لري؟  

ځواب : د ملي ویاړونو د ژوندي ساتلو او راتلونکو ته د ویاړ، غرور او اتلولۍ روحیه ورکول دي . دامیر کروړ ویاړنه ، دخوشحال خان خټک رزمونه، د میوند جنګونه او یادونه  او یا په دري- فارسي ژبه کې د فردوسي شاهنامه چې له مثبتو اغیزو نه یې په تیره په دري- فارسي ادب کې څوک سترګې نه شي پټولې.

پوښتنه : تاسې د هنر او ادبیاتو په ډګر کې د یو هنرمند، شاعر، او لیکوال تعهد، رسالت، او مسوولیت د یوه ټولنیز شخصیت په توګه څه ډول څیړئ؟

ځواب : شعر له ژوند سره په تړاو کې باید د حقیقت هینداره وي، او شاعر د خپلو خلکو دردونو او ټپونو ته پټۍ او د پټۍ د ایښودلو سالار وي.

پوښتنه : ستاسې په نظر دپښتو ادب لومړنۍ صوفي شاعر څوک وو او کوم شعرونه یې زمزمه کړې دي؟

ځواب : فکر کوم چې بیټ نیکه دی او مشهور مناجات یې دا دی:

لویه خدایه لویه خدایه ستا په مینه په هر ځایه

پوښتنه : آیا خوشحال خان خټک هم صوفي شاعري کړې ده او که نه؟ که یې کړې ده په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟ او د شعرونو ځو بیلګې یې راته ولیکئ؟

ځواب : خوشحال خان د خپل ذاتي فطرت له مخې په هر ډګر کې شاعري کړې ده. دی یو صوفي شاعر هم و. د ده د شعرونو دا بیلګې ته ستاسې پام را اړوم:

که مسجد ګورې که دیر ـ واړه یو دي نشته غیر

یو مې بیا موند په هر څه کښې ـ چې مې وکړو د زړه سیر

****

او همداسې نور شعرونه.

پوښتنه : د رحمان بابا دشعر، په پرتله د نورو شاعرانو په شعر کې د تصوف رنګ ډیر زیات څرګند دی.مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ، او دا راته وویاست، چې د ده په مجازي او حقیقي عشق کې کوم ځانګړي توپیرونه شتوالې لري؟

ځواب : کله انسان له مجازه حقیقت ته رسیږي، خو زه رحمان بابا حقیقي عاشق ګڼم.

دبیلکې په توګه  د ده دا شعرونه ګورو:

که څوک وایي هنر کوم دی؟ وایه دادی -  چې بې خدایه نوره مینه په چا نه کا

****

هیڅ تغیر او تبدیل نه لري رحمان -  تل تر تله بر قرار دی رب زما

****

دا پنځه ورځې ژوندون چې غنیمت دی ـ  شکرانه په دا نعمت دکردګار کړه

****

په هر دم کې نوې نوې تماشی کړم ـ  زه رحمان د خدای وکړه  وته حیران یم

****

پوښتنه : ستاسې په آند د پخوانیو او معاصرو شاعرانو شعرونه له عرفاني ، تصوفي او فلسفي اندیشو سره څه تړاو لري؟ ویل کیږي چې غني خان یو فلسفي شاعر و . تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟

ځواب : فکر کوم چې د ډیرو شاعرانو په شعرونو کې به فلسفي رنګ وي، خو دا رنګ د غني خان په شعرونو کې ډیر څرګند دی.دغه راز عرفان او تصوفي خوا دی هم لري البته چې دا خوا د ډیرو نورو شاعرانو په شعرونو کې هم شته.

پوښتنه :  دا څرګنده ده چې د هر اثر کرکتنه او نقد ځانته خپل اصول او مقررات لري ، تاسې زموږ د عصر اوسنې کره کتنې او نقد څه ډول څیړئ؟ او دا راته وویاست، چې ولې په هیواد کې دننه او بهر دادبي نقدونو په اړه ادبي مرکزونه، چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین او کره کتونکي موجود وي نه جوړیږي؟  

ځواب : بې پرې کره کتنه اړینه ده خو هیله مندیم چې په موږ کې بې پرې او بې ریا کره کتونکي پیدا شي.

پوښتنه : په هیواد کې دننه اوبهرپه یو شمیر رادیویي او تلویزوني خپرونو کې ادبي اوفرهنګي پروګرامونه اوبرنامې خپریږي، د دغو خپرونوپه اړه ستاسې نظرد یو باتجربه کاره ادبي اوفرهنګي شخصیت په توګه، چې د رادیو تلویزون سره مو همکاري لرله څه دی؟ او کوم کارنده وړاندیزونه په دې برخه کې لرئ؟

ځواب : هره خپرونه په کتلو او اوریدلو ارزي ، بې ګټې ندي.

پوښتنه : دلر او برو پښتنولیکوالو، ادیبانواوشاعرانوفعالیتونه، کارنامې او آثار څه ډول ارزوئ؟ اود ګډو هلوځلو او فرهنګي فعالیتونو په تړاو مو لید څه دی؟

ځواب : د کوزې پښتونخوا د لیکوالو سره ډیر په تماس کې نه یم خو زما په آند دلته او هلته چې هر څوک د پښتو ژبې پالنه کوي د قدر وړ دي.

پوښتنه : په لره او بره پښتونخوا او بهرکې یو شمیر ادبي اوفرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستې او ادبي غونډې ترسره کیږي اود یوشمیر ادیبانو، لیکوالو اوشاعرانو کارونه او فعالیتونه څیړل کیږي. ستاسې پر آند دا کارونه او فعالیتونه د پښتو ادب د پراختیا او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او د دغو ټولنو د یووالي اودکارونو او فعالیتونود سمون اوخوځون په اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

ځواب : دننه او بهر ادبي ناستې او ټولنې ډیرې ګټورې دي ، هیله من یم چې په تیره په بهر کې دا دود عام او د کورنیو ټول غړي احتوا کړي چې له خپل کلتور سره بې تړاوه پاتې نه شي.

پوښتنه : تاسې دیوشاعراو لیکوال په توګه زموږ دهیواد د اوسني کړکیچنو او تراژیکو حالاتو اغیز پر ادبي او فرهنګي فعالیتونو څه ډول څیړئ ؟  اونوروشاعرانو او لیکوالوته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

ځواب : په وچو شونډو غوړې خبرې ښې نه ایسي. د حقایقو په رڼا کې باید لیکنې وشي.

پوښتنه : ستاسوپیغام د یوښه لیکوال او تکړه شاعرپه توګه ځوانو  لیکوالو او شاعرانوته چې  په هیواد کې دننه او بهراوسیږي څه دی؟

ځواب : زما پیغام دوی ته دا دی: افغانستان او افغان ملت ته په پوره وفادارې لیکنې وکړئ، په دې لاره کې مشق او تمرین شرط دی.

ستاسو محترم او قدرمن دوست سرتیر صاحب نه ډیره مننه. تاسې ته بریاوې او بریالیتوبونه غواړم.

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود