کاوون طوفانی :

 

دافغانستان د ستر  لیکوال

ډاکتر ببرک ارغند د لمانځ غوندی په ویا‌‌ړ

 

ګران ارغند صیب سلام  «  سلامی چو بوی خوش آشنایی    » ،                                                

وامی ورېدل چی  په بهر کې یو شمیر فرهنګپالوکړیو او شخصیتونو ستالپاره لمانځغونده جوړه کړیده . خوشاله شوم . هغوی ته کورودانی وایم  

تر هر څه دمخه اجازه غوارم چې د دا ډول غوندو د معمولی او کلیشه یی  پیغامونو له چوکاتونو څخه ځان آزاد کړم او ددې غوندی په پلمه یو څو صمیمی او صادقانه  خبری درسره وکړم . تاته مبارکې نه درکوم ،ځکه دا خو ستا حق دی . ستا او ستا دآثارو لمانځنه باید ډېروخت دمخه شوې وای . دا چی ستا او ستا  د هنري ارزشتناکو هستونو په هکله د هیواد رسمې په اصطلاح فرهنګی موسسې د یو شمیر معینو او نا سمو لاملونو پربنسټ سکوت کوی او خپله بی انصافی ثابتوي ، اهمیت نلري . ستا هیواد وال او ستا د هیواد غیر رسمي فرهنګی کړی او شخصیتونه تا لملنځي او ستا دلوړ شخصیت او عالی آثارو په وړاندې د احترام او درناوي سر تیتوی تر دی لوی او لوړ افتخار چیرته دی چی سړی  د خپلو خلکو او د خپلو آثارو د لوستونکو له لوري ولمانځل شي ؟ 

رشتیا هیر مې شول بښنه درڅخه وغواړم .  بښنه ددې لپاره چی د دیرې مینې او غوشتنې سره سره می ونه شوکولای په دی غونډه کې ګدون وکړم او ستا په لیدو می خپلې سترکې  روشانه کړم او درناوی دې وکړم    .

زه له تا او دتا له آثارو سره له ۱۳۵۸ لمریز کال راهیسې آشنایم . ما له همهغی لومړنی پیژندګلوي څخه بیا تر ننه پورې ستا په ځیره کې د یوه مهربانه ، صمیمی ،متواضع او ریښتیني انسان  انځور لیدلی دی .

ستا آثار او ستالیکنې، په ځانګړي ډول ستا  داستانونه او رومانونه زمو‌ږ د هیواد د داستانی ادبیاتو یوه مهمه، په زړه پوری ،شتمنه  او ارښتناکه برخه جوړوي . ستا رمانونه هغه رڼې او روښانه هیندارې دې چی د افغانی تولنې غمونه او خوشالی ، ماتې او بري، ویاړونه او ننګونه  پکې له ورایه ځلیږی . دپیښو  بیان  هومره صمیمی او  خوږ دی چی ته به وایې کوم چا له  لاسه  نیولی یی او دحوادثوپه متن دې ګرځوي . باور وکړه هومره خوند چی ما د « پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود  » او  « سفر پرنده گان بی بال » له لوستولو څخه واخیست له هیڅ کوم بل  افغانی اثر څخه می ندی اخیستی او هغه څه می چی له دغو دوو رومانونو څخه  زده کړي له  دیرو نورو داستانی آثارو څخه می ندي زده کړي .

« سفر پرنده گان بی بال » خو دتږي زړه هم اوبه کوي او د هغه  غمجن او دردونکی پای سړی له ستم  ، استبداد . بیعدالتی او خرافاتو سره د مبارزې پیل ته رابولی .  د هغې مبارزې پیل  او دوام ته نه یوازې د بی وزره مرغیو بی وسی او بد مرغی ته  د پایټکی ږدي بلکې د هیواد د زیار ایستونکي انسان د رنخور ژوندانه  د بدلون پیلامه ګرځی .

ګرانه ارغنده ، زه ستا او ستا د ارزښتناکو آثارو د لمانځنې له امله خپلو  هیواد پالو او په ځانګړي ډول د هیواد روښانفکره قشر ته مبارکی وایم او تاته  د همیشنی روغتیا او  سرلوړی هیله کوم  .

قلم دی رسا او د ژوندانه بڼ دی تل شین او سمسور اوسه . په درنښت . کاوون طوفانی