ډاکټر
حنیف بکتاش
دریڅه
نن
مې ،
زړه
نیولی
او
په رګونو کې
مې
د
وینو پر ځای
بڅرکې
جاري دي
نن
مې روح
ستومانه دی
او
د خپګان پر
مفهوم ښه پوهېږم
نن
حتی،
د
هغې پانې پر
نهیلۍ پوهېږم
چې
، له څانګې
لویږي
او
لاره ویان پرې
بی
پروا تېریږي
زړه
مې ،
د
غوټیو پر تښتېدلو
څېرو سوځي
چې
، له ډنګرو پښو
نه یې
د
ایمان مزي
تښتي
زه
،
د
بڼ له تنهایۍ
وېرېږم
چې
، مرغیو ترې
نه کډه کړې
سین
ته خپه یم
چې
، په څپو کې یې
د
اوښتلوشیمه
پاتې نه ده
او
، کبانوته
چې
، رګونوکې یې
وینې
کنګل شوې
دي.
زما
پر کوڅې ، زړه
سوځي
چې
د بې کسۍ
اوږده شپه یې
مخ کې ده
او
له دروازونه
یې
د
باور رنګ الوزي
زه
،
د
صفر په څېر
د
حقیقت او باور
تر منځ نړېدلی
یم
او
، آسمان مې
هره شېبه
پر
سر را ټیټیږي.
شېبې
ټمبلې دي
او
د دریڅې نړۍ
تنګه ده
او
ته یواځې په
کې
د
رنګونو د
اعدام مراسم
وینې
او
یو سپین کفن
چې
له تا ،
د
سا ایستلو ،
حقیقت پټوي.
آه
،
کاشکې
چې ،
د
حقیقت په
مفهوم نه پوهېدی
کاشکې
چې ، مفهوم
د
هستۍ پر پاڼه
نه زېږېدی
او
وجدان ،
یوه
صندوقچه وای
چې
، تشه کړی دې
وای
او
بیا دې ،
د یوه
ماشوم ،
پر
متیازو مینځلې
وای
موږ
د میزونو پر
سر
او
د کاغذونو پر
مخ
خپلې
، هیلې کرو
موږ
،
د
پلاستیک
جوړولو به
کارخانه کې
د پسرلي
لمړۍ ورځ
لمانځو
موږ
، کاڼه شوي
موږ
، هر څه هیروو
موږ
، سرګردانه
خدازده
څه لټوو ؟
آه
،
څه
نیکمرغي ده ؟!
هغوی
چې باید خپلې
څېرې
د
ډنډونو پر
ولاړو او
ورستو اوبو
وویني
او
د خپلو دروازو
پرسر
د
بدکاره ښځو
لوحې ووهي
هغوی
چې
د
هرې دروازې
مخې ته
پر یوځي
او
، پر هر خره
زین وهي
زموږ د
پېغلو د
هندارو ،
غوره مېلمانه
دي.
څومره
مې زړه غواړي
چې
، خپلې سترګې
او غوږونه
وتړم
کله
چې اورم یو
پلار
د
ږیرې پر چاړه
باندې
د
یوې ماشومې
نجلۍ ، نس
څیروي
څو،
یوه
بدغرمه نطفه
وباسي ترې
او
رسوايي یې
د
خپل غرور ، په
هدیره کې خښ
کړي.
څنګه
مې له سیوري
ونه شرمېږم
؟
څنګه
،
د
ضدلۍ پر مخ
فلسفه ولولم ؟
څنګه
غره ته وګورم
؟
چې
زه ترې تاریخ
او جغرافیه
زده کوم
کله
چې وینم
زموږ
،
د
عقل او پوهې
مدعیان
چې
ځانونه ، جامع
الکمالات
او
قاضی القضات
ګني
او
خدای ورته
پر دغو
فضایلو
برسیره
د
لیکلو همت هم
ورکړی
د
خپلو کتابونو
وزن
د
مړو پر سرونو
او
د شمال او
جنوب ،
پر
تیږو تلي.
زه
د تاریخ پر
پاڼو
چې
د رسولانو د
مشق تختې دي
د
ځمکې د بدمرغۍ
او
د روح د ورستېدو
انځور
وینم.
زما
ځواني ، چې د
باغ
لوڅېدوته
پاتې کیږي
د
انتظار او
مینې
پر
شېبو تړل
شوې
او
کوټه مې ،
چې
دیوالونه یې ،
شېبه
، په شېبه را
نږدې کیږي
ماته
،
د
وروستۍ
پوښتنې ځواب
وایي.
زه
، پر مرګ باور
نه لرم
خو
آیا ،
ژوند
په خپله ،
هغه
هټۍ نه ده چې
موږ
،
هره
ورځ ترې
د
ځان د پانسۍ
کولو
رسۍ
رانیسو ؟!
دا
کوڅه څه
نومیږي ؟
چې پر
تړلې دروازې
ختمیږي
او
یواځې پرې
د
تېرېدو
په محال
زموږ
، په ذهن کې
د
ژوند احساس
تکراروي ،
او
زموږ د
موجودیت
مفهوم
د تیږو
پر ذهن لیکي.
افسوس
چې تیږې
،
ژبه نه
لري
او
همیشه غلې
دي
او
یواځې دې ته
جوړیږي
چې د چا
سر
او یا
زما د کوټې
دریڅه
پرې ،
په نښه شي
.
When the Sun reads the
Verses of God
Hanif Baktash Kabul 2009